کور / اسلامي / نامتو اسلام پوه شاه ولي الله په اړه معلومات لومړۍ برخه

نامتو اسلام پوه شاه ولي الله په اړه معلومات لومړۍ برخه

د اتلسمې پيړى نامتو اسلام پوه شاه ولى الله په اړه معلومات:

شاه ولي الله د اسلامي هند د پير يو نامتو اسلامپوه او د اتلسمې پيړۍ د اسلام مجدد ؤ، چي د خپل څښتن په وركړې وړتيا ئې د مغولو اسلامي واكمنۍ لړزېدونكي بنسټونو ته د دوه پېړيو له پاره نور ژوند وروبخښه.
دى د خپلي پيړۍ يو نامتو ديني عالم ؤ، او د دې څخه پرته د پوهي يوه خزانه وه، د شريعت د قواعدو مجدد او د طريقت د قوانينو قانون جوړونكى بلل كېږي. ده د خپل لرليد له مخي داسې ويلي: زه د حاضر وخت د امام درجه لرم، ځكه چي په پوهه او حكمت كي پوره برلاسي لرم.
د شاه ولي الله په اړه د هند نامتو ليكوال او څېړونكي رياض صديقي داسي ليكي:
د انقلاب امام ستر مجتهد حضرت شاه ولي الله دهلوي د مسلمانو پوهانو او مفكرينو څڅه لومړنى كس دئ، چي له قرآن او حديث او د صحابه له ويناؤ څخه ئې د هغه وټه اييز (اقتصادي) اروا په نخښه كړې ده، كومه چي د اسلامي رياست د ملا د تير حيثيت لري.

بل ځاى داسي ليكي:

د هغه په فكر كي د : ساېنس، حكمت (فلسفې)، ټولنپوهني، پېښليك (تاريخ)، اقتصاد، الهيات، رياست، نړۍ والو اړيكو او سوداګرۍ او صنعت په څېر موضوعات خپاره ول.

نوم، پېدائښت، زده كړي او مړينه:

د شاه ولي الله دهلوي پوره نوم، ابو الفياض قطب الدين احمد بن ابو الفيض شاه عبدالرحيم شاه وجيه الدين بن معظم العمري الدهلوي دئ. د نسب لړۍ ئې د پلار له لوري په نهه ويشتم نيكه كي د اسلام له دوهم خليفه حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه سره يوځاى کېږي، او د مور له اړخه د حضرت اما موسى كاظم رضي الله عنه سره يوځاى کېږي.
پاته بيا: