کور / اسلامي / د الله پاک ياد او ذکر…. ٥٠م ورځنى حديث

د الله پاک ياد او ذکر…. ٥٠م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د الله پاک ياد او ذکر….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٥٠مه برخه پر له پسې لړۍ

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :ايا زه تاسو ته ستاسو ترټولو غوره عمل در ونه ښيم ، هغه عمل چي ستاسو د خدای په نزد ترټول سپېڅلی عمل دئ، او هغه عمل تر نورو ټولو عملونو ستاسو درجې ډېري لوړوي، هغه عمل د سرو او سپينو زرو له ورکولو نه غوره دئ ، هغه عمل د الله په لاره کي له داسي جهاد نه هم غوره دئ چي تاسو له دښمن سره مخامخ سى هغوی ستاسو سرونه پرېکوي اوتاسو د هغوی سرونه پرېکوى ؟ هغوی وويل : دا کوم عمل دئ يارسول الله ؟ رسول الله صلی الله علېه وسلم وويل : هغه عمل د الله ياد او ذکر دئ .

عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَلا أُنَبِّئْكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ وَخَيْرٌ مِنْ إِعْطَاءِ الذَّهَبِ وَالْوَرَقِ وَأَنْ تَلْقَوْا عَدُوَّكُمْ فَتَضْرِبُوا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوا أَعْنَاقَكُمْ ؟ قَالُوا : مَا ذَاكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ قَالَ : ذِكْرُ اللَّهِ تَعَالَى .
( مسند احمد ، الترمذي ، ابن ماجه)