کور / اسلامي / د لوى خطر سره…٦٢م ورځنى حديث

د لوى خطر سره…٦٢م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (پنځه داسي کارونه دي که تاسو په اخته سواست….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٦٢مه برخه پر له پسې لړۍ

هغه څه چي زمونږ په ټولنه کي اوس عملي کېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکي مونږ ته ویلي !!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي !

اې ! مسلمانانو پنځه کارونه داسي دي، که تاسي په اخته سواست ( د لوی خطر سره به مخامخ سى ) الله تعالی مو ځني وساته.
لومړی: کله چي په یو قوم کي په څرګنده توګه فحشا ، زنا، لواطت او نور پیل سي الله تعالی به پر دغه قوم طاعون ، وبا او داسي نور رنځونه خپاره کړي چي د دوی د مخکنیو ( نیکونو، او پلرونو ) په زمانه کي به نه وي تېر سوي، په تاریخ کي به ساری ونه لري.
دوهم: کوم قوم چي په تول او ناپ کي کمي کول پیل کړي، پر دغه قوم به قحطي ، مشکلات او کړاوونه او ظالم پاچا مسلط سي .
درېیم : کوم قوم چي د خپلو مالونو زکات نه ورکوي له اسمانه به باران پر بند سي که حیوانات نه وي یو څاڅکی به هم پرې و نه اوري.
څلرم: کوم قوم چي د الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم سره کړي ژمني ماتوي احکام ئې نه پلي کوي دښمن به پر مسلط سي او څه چي د دوی په لاسونو کي دي هغه به ځني واخلي.
پنځم: د هغه قوم مشران چي د الله تعالی د کتاب سره موافق پریکړي نه کوي په خپل مېنځ کي به په شخړو او جګړو بوخت سي .
(سنن ابن ماجه، ۱۲ ج ، ۲۵ ص ، ۴۰۰۸ حدیث)