کور / اسلامي / قسم ….. ٥٣م ورځنى حديث

قسم ….. ٥٣م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (قسم….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٥٣مه برخه پر له پسې لړۍ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

که یو څوک (په دې ډول قسم اخلي ) او ووايي چي زه دي د اسلام څخه بېزاره یم (که چیري دا کار دا ډول وي).
که چیري دی په خپل قسم کي درواغجن وي نو دی همدا ډول دئ (لکه څنګه چي ئې قسم اخیستی دئ یعني د اسلام څخه بېزاره دئ)
او که چیري دی (په خپل قسم کي) رښتنى وي نو بیا هم و اسلام ته سالم نه سي راګرځېدلای.
(رواه ابوداؤد و النسائي و ابن ماجه)