کور / تازه خبرونه / په هلمند څه كم ۲۷ ټنه نيشه يي توكي وسوځول شول

په هلمند څه كم ۲۷ ټنه نيشه يي توكي وسوځول شول

ياد شوي نيشه يي توكي چې د تيروشلومياشتوپه اوږدو ددې ولايت په بيلابيلوسيمو د امنيتي ځواكونولخوا له قاچاق وړونكوڅخه نيول شوي ود پنجشنبې په ورځ د كورنيوچارووزارت لخوا د راغلي پلاوي اود هلمند د والي محمد نعيم اونوروامنيتي مسؤلينوپه وړاندې په عام محضر وسوځول شول.
ددې نشه يي توكود سوځولوپرمهال د هلمند والي محمد نعيم وويل چې ياد شوي نيشه يي توكي د امنيتي اوكشفي ارگانونود هڅواوزيارپه پايله د تيروشلومياشتوپه اوږدو ددې ولايت په بيلابيلوسيمو نيول شوي چې د يوه لوړپوړي پلاوي په مخ په عام محضر وسوځول شول.
د نوموړي په وينا چې په دې ولايت د نيشه يي توكود مخنيوي په برخه نوي پلانونه جوړشوي چې په عملي كولوسره به يې په دې ولايت د كوكنارود كراوتارياكود توليد كچه نوره را كمه شي.
په همدې حال ددې ولايت امنيتي مسؤلين وايي چې له دې توكوسره د تړاوپه تور۱۴۸ تنه هم نيول شوي چې پخپل وخت عدلي ارگانونوته ورپيژندل شوي اوددې ترڅنگ ۳۹ عرادې ترانسپورتي وسايل هم چې موټراوموټرسيكل شامل دي، هم د امنيتي ځواكونولاس ته ورغلي دي.
دچارواکو په وینا چې په كلكه يې هوډ كړى چې په دې برخه به اوچت گامونه پورته كوي اود هغه كسانومخه به په كلكه نيسي چې د نيشه يي توكوپه توليد اوكاروبار ښكيل دي.