طالبانو د مولانا صوفي محمد د ازادولو غوښتنه کړې ده

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | نوومبر 10th, 2013


واشنگټن:دامريکاغږ ډيوه راډيو د خبرله مخې پاکستاني طالبانو ویلي د اسلامیه کالج یونیورسټۍ د پخواني وائس چانسلر ډاکټر اجمل خان د ازادیدو په بدل کې دې د تحریک نفاذ شریعت محمدي نیول شوی مشر مولانا صوفي محمد د حکومت د ولکې نه خلاص کړی شي.طالبانو په حکومت د مولانا صوفي محمد د ازادولو غږ په داسې مهال کړې چې د سوات مولانا فضل الله د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی. مولانا فضل الله د مولانا صوفي محمد زوم دی.ډاکټر اجمل خان د کال ٢٠١٠ راهسې د طالبانو په ولکه کې دی. هغه پیښور نه سره د خپل ډرائیوره تښتول شوی دی. د هغه درائیور دوه کاله د ځان سره ساتلو ورستو طالبانو ازاد کړی دی خو ډاکټر اجمل خان تر اوسه د طالبانو په بند کی پروت دی.مولانا صوفي محمد کال ٢٠٠٩ کې افغانستان نه بیرته پاکستان ته د راتلو ورسته ونیول شو. د هغه خلاف یو شمیر مقدمې درج کړی شوي دي چې پکې قتل، حکومت خلاف د کارولو او ځېنې نورې مقدمې شاملې دي. ځېنې مقدمو کې د تجزیه کارو په وینا مولانا صوفي محمد د شهادتونو د نشتوالي په بنیاد بري شوی هم دی.د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د اتوار په ورځ خپل یو رپورټ کې طالبانو لخوا د مولانا صوفي محمد په بدل کې د ډاکټر اجمل خان د ازادولو غږ رپورټ کړی خو نور څه تفصيل يي نه دی وړاندې کړی او نه پکې دا ویل شوي چې خبر يي د چا په حواله ورکړی دی. طالبانو وخت په وخت د ډاکټر اجمل خان وډیو پیغامونه هم جاري کړې چې هغه پکې په حکومت د هغه د ازادلو د پاره د کوششونو غوښتنه کوي.په سمدستي توگه د طالبانو په غوښتنه د حکومت او یا د ډاکټر اجمل خان د کورنۍ لخوا د دریز په هکله څه رپورټ نه دی راغلی.

Copyright Larawbar 2007-2024