کور / تازه خبرونه / د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو ٣٧ وسلوال وژلي او زیاتي وسلې ئې تر لاسه کړي

د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو ٣٧ وسلوال وژلي او زیاتي وسلې ئې تر لاسه کړي

دکندهار درسنیو دفتر وايي چي د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د تېري اوونۍ په اوږدو کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د ٣٧ وسله والو طالبانو د وژلو او ٢١ تنو نورو د زخمي کېدو تر څنګ ١٣٩ ماينونه او څلوېښت کيلو چاودېدونکي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.
ياد عمليات چي د مستحکمو پولو په نوم نومول سوي ول او د کندهار تر څنګ د رزګان او زابل په ځينو سيمو کي تر سره سول يوه اوونۍ ئې دوام وکړ او په ترڅ کي ئې د دښمن ٣٧ تنه وسلوال وژل سوي ٢١ زخميان سوي ١٣٩ بېلابېل ډوله ماينونه، دوه کلاشينکوفونه، د کلاشينکوف١١٠ مرمۍ، ٤٠ کيلو چاودېدونکي توکي او ځيني نور مهمات د افغان ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي.
دیادولایت درسنیو ددفتر دخبر پاڼي له مخي د يادو عملياتو په ترڅ کي د افغان ملي اردو ځواکونو ٤ تنه سرتېري ژوبل سوي او تمه کېږي چي ډېر ژر به جوړ سي.
بل خوا د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د تېرو څلورويشت ساعتونو په اوږدو کي د زابل ولايت په سيوري او اټغر ولسواليو کي دوه تنه وسلوال طالبان وژلي او تر څنګ ئې د راکټ ٧ مرمۍ، ٤٥٠ د پيکا مرمۍ، يو دوربين او دوه ځای پر ځای سوي ماينونه کشف او تر لاسه کړي دي.همدارنګه د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د کندهار په ژړۍ کي د عملياتو په ترڅ کي ٨٢ملي متري هوان، ٩٠ د پيکا مرمۍ او ٣٥ د کلاشينکوف مرمۍ د ژړۍ په اکاخان، جان ګل، ميراب اکا، بابا غونډۍ، چهار ښاخه کليو کي د تصفيوي عملياتو په ترڅ کي کشف او تر لاسه سوي دي.
دیادوني وړ ده چي وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.