د اساسي قانون پر تطبيق د نظارت پلاوى په کندهار کي د توقيف ځايونو حالت گوري
د افغانستان د اساسي قانون پر تطبيق د نظارت او ارزيابۍ پلاوى نن کندهار ولايت ته راغلى تر څو دلته د محبوسينو او توقيف ځايونو څخه ليدنه وکړي.
دغه پلاوى په هيواد کي د لويو محبسونو او توقيف ځايونو د حالت د ارزيابۍ په اړوند د جمهور رئيس کرزي د فرمان پر اساس راغلى، چي مشري يې پوهاند ګل رحمن قاضي کوي او د اړوندو وزارتونو لوړ رتبه استازي ورسره دي.
دغه پلاوي نن غرمه د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ په کندهار کي د عدلي او قضايي، صحت عامې، معارف او يو شمېر نورو اړوندو چارواکو سره وکتل او هغوى ته يې د خپل سفر په باب معلومات ورکړل.
دغه هيئت وروسته کندهار محبس ته ولاړ او هلته يې له نژدې د زندانيانو سره د هغوى د روغتيا، دوسيو، د محبس د چارواکو د چال چلند او يو تعداد نورو مسايلو خبري وکړې.
د ياد سوي پلاوي مشر له دولتي ادارې سره په خبرو کي د کندهار ولايت په سطحه سوي پرمختګونه وستايل او زياته يې کړه، چي دا هرڅه د يوې ښې هماهنګۍ او ګډ کار په نتيجه کي رامنځ ته سوي دي.
هغه له اړوندو دولتي اداراتو څخه وغوښتل، چي لا هم ګډو هڅو او مشترکو کارونو ته ادامه ورکړي څو فعاليتونه يې لا هم پسې ښه سي.