کور / تازه خبرونه / په کرم ايجنسي کي لس شيعه ګان وژل شويدي

په کرم ايجنسي کي لس شيعه ګان وژل شويدي

د کرم ايجنسي يو دولتي مامور چي د نوم له ښودلو يې ډډه کوله غورځنګ پاڼې ته ويلي چې لس تنه شيعه مذهب تيره ورځ  د نامالومو کسانو لخوا په چاړه حلال شويدي او مړي يې په يوه لري پرته غرنۍ سيمه کې موندل شويدي


ده زياته وي چې په همدې سيمه کې يو مشهور ملا (افضل ) هم د يو نامالوم وسله وال بريد په ترڅ کې وژل شوي  او دا مالومه نده چې په دواړو پيښو کې به د چا لاس وي .


  په پاکستان کې پدې ورستو کې تاوتريخوالي زور اخيستی چې د سلګونه دولتي او ولسي وګړو د مرګ ژوبلو سبب شويدی .