کور / هستوي فزيک / د کمپیوټر په اړه عمومي معلومات (۱)

د کمپیوټر په اړه عمومي معلومات (۱)

د کمپیوټر تاریخچه

انسان تل په دې هڅه کي دی چي دسختو کارونوداجراء کېدو دپاره یوه غوره او آسانه لاره پیداکړي، چي دتاریخ په اوږدو کي یې بېلابیل سخت کالي (هارډوېر) او ماشینونه جوړ کړي، او هریو یې دژوندانه په چارو کي آسانتیاوي راوستي.

چینایان لومړني کسان وه چي دمحساباتو په ډګر کي يي ډېري هڅي او پرمختیاوي وکړې، دهغوی نه وروسته پاسکال (PASCAL) فرانسوی ریاضي پوه، لومړی دانشمند وو چي د حساب یو میخانیکي ماشین يې اختراع کړ؛ او دهغه نه وروسته نور پرمختللي د حساب ماشینونه جوړ سول؛ خوپه ۱۸۲۲م کال کي یوه انګرېز، چارلز بابیچ (Charles Babbage)، چي ډېری خلک یې د کمپیوټر دعلم پلار په نوم پېژني، دخپل کاره ماشین دجوړېدو دپاره بېلابیلي نظریې مطرح کړې او بیا له دې نظريو څخه ډېري ګټي واخیستل شوې.

لومړنی محاسباتي کمپيوټر دهاروارډ(Hardward) په پوهنتون کي دibmپه مالي او تخنیکي مرستو، دهارواډایکن په زیار په کال ۱۹۴۴ کي بشپړ او دکار دپاره وګټي ته وسپارل شو. دغه کمپیوټر چي دبېلابیلو تخنیکي او الکترونیکي اجزاءو څخه جوړ شوی و، کټ مټ دنن ورځي جیبي ماشین حسابونوته ورته و، چي د جمع، تفریق، ضرب، تقسیم اوداسي نورو عملیاتو د محاسبه کولو توان يي درلوده؛ خو یوازينی توپير چي یې ترمنځ و هغه داو چي نوموړي ماشین حساب ۳۰ ټنه وزن درلود. تفصیل