کندهار ولایت مقام: په هدیرو کښي مو چاودېدونکي مواد کشف کړل

جان محمد مهربان | نوومبر 16th, 2013


دکندهار ولایت مقام درسنیو دفتر لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کښي لیکل سوي دي چي پرون ورځ غرمه مهال د کندهار ښکارپر دروازې ته څېرمه د وسله والو طالبانو له خوا په هديره کښي ځای پر ځای سوي چاوېدونکي توکي کشف سول.
ياد چاوېدونکي توکي چي دخبرپاڼي په حواله د وسلوالو طالبانو له خوا ښکارپر دروازې ته څېرمه په يوه قبر کي د مړو د تعزيت کوونکو د وژلو په موخه ځای پر ځای سوي ول،د پوليسو له خوا کشف او د بې ګناه عامو خلکو د وژلو مخه ونيول سوه.
دکندهار درسنیو دفتر وايي چي ياده پېښه په ښکاره پر دې دلالت کوي چي وسله وال طالبانو خپلو ناروا اهدافو ته د رسېدو په وړاندي نه مسجد، نه ملا امام، نه اسلامي مقدسات او نه هم له مړو وېره لري خو وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024