کور / تازه خبرونه / دنورستان دکامدېش نښتر دچور په حال کي

دنورستان دکامدېش نښتر دچور په حال کي

د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ غرنۍ او له نښتر ډکه ولسوالۍ ده
د اوسنیو جګړو نه په ګټه اخیستني سره پاکستاني او افغاني قاچاقبرانو د کامدیش په سلو کښي څلویښت فیصده نښتر اره کړي او اوس ی په قاچاق لاس پوري کړي دي
د نورستان د چتراس یو قومي مشر تاج محمد وايي چي په کامدیش کښي د ځايي وسلوالو پر مټ ځنګلونه په بي رخمانه ډول کته کیږي دوي وايي چي د نښترو زرګونه وني وهل شوي او د قاچاقبرو لخوا پاکستان ته وړل شوي دي یو بل مشر وايي چي د نښترو ډیري وني د طالبانو په دور کښي وهل شوي او اوس د قاچاقبرانو لخوا وړل کیږي
دوي مرکزي اداري له مشرانو غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره دي ددي کار مخه ونیسي
بل پلو د نورستان ولایت د کرني او مالدارۍ ریس عبدالرووف نورستانۍ وايي چي د کامدیش په سلو کښي څلویښت فیصده ځنګلونه د طالبانو په دور کښي وهل شوي چي اوس د طالبانو پر مټ د پاکستاني قاچاقبرانو لخوا وړل کیږي نوموړي وايي چي سیمه طالبانو په لاس کښي ده او دوي مستقیم څه نه شي کولاي خو ده کلیوالي شوراګانو له لاري ددي ستونزو د خل هڅه کوي
ورته وخت کښي د نورستان مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده نور تلویزون ته تایید کړه چي یو شمیر قاچاقبران هڅه کوي تر څو نورستان ځنګلونه چور کړي نوموړي وايي چي د طالبانو په واکمنو سیمو کښي د طالبانو پر مټ ځنګلونه وهل کیږي دده په وینا چي دولت هڅه کوي چي د ځنګلونو د کته کولو مخ ونیسي د یادولو وړ ده چي طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دي ښودلي