کور / اسلامي / هغه خطيبان چي خپله …٦٨م ورځنى حديث

هغه خطيبان چي خپله …٦٨م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (هغه خطيبان چي خپله بې عمله وي….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٦٥مه برخه پر له پسې لړۍ

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَرَرْتُ لَيْلَةَ أُسْرِيَ بِي عَلَى قَوْمٍ تُقْرَضُ شِفَاهُهُمْ بِمَقَارِيضَ مِنْ نَارٍ ، قَالَ : قُلْتُ : مَنْ هَؤُلاءِ ؟ قَالَ : هَؤُلاءِ خُطَبَاءُ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا , كَانُوا يَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَيَنْسَوْنَ أَنْفُسَهُمْ ” .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : د معراج په شپه مي يوه ډله خلک وليدل، چي خولې ئې د اور په غچيو ( قېنچيو) يا بیاتي ګانو څېرل کېدې، ما پوښتنه وکړه دا خلک څوک دي ؟ وې ویل ستا د امت هغه خطیبان دي چي نور خلک به ئې نیکو چارو ته رابلل او ځانونه ئې هېر کړي ول.
احمد ۳ ج، ص ۱۲۰