بيروت کې د ايران پر سفارت بريد شوې
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
بيروت: د بي بي سي د خبر له مخې د لبنان په پلازمېنه بيروت کې د ايران له سفارت سره نژدې دوو چاودنو له امله ٢٣ کسه وژل شوي او زيات ټپيان دي. د ايران خبري اژانسونه وايي په دغو بريدونو کې په لبنان کې د ايران کلتوري اتشه ابراهيم انصاري هم وژل شوی دی.د تلويزيون تصويرونه ښيي چې په موټرو اورونه بلېږي، د خلکو جسدونه يو خوا بلې خوا پراته دي او د سفارت ودانۍ ته زيان رسېدلی دی.ايران د حزب الله د شيعه ډلې چې سوريې ته يې د بشار الاسد په ملاتړ جنګيالي لېږلي، لوی ملاتړی هېواد دی.د سوريې شخړې په لبنان کې فرقه يي کړکيچ زيات کړی دی.د بيروت سويل او د ايران د سفارت شاوخوا سيمې د حزب الله مضبوط مرکز بلل کېږي.په وروستيو مياشتو کې دغه سيمه څو بريدونو ځپلې ده.د اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس وايي، د سفارت لويه دروازه الوځول شوې او درې پوړيزې ودانۍ ته زيان اووښتی دی.اسوشيېټېډ پرس او د حزب الله تلويزيون المنار د سرچينو له قوله ويلي چې لومړۍ چاودنه ځانمرګی بريد و.دوی وايي دويمه چاودنه موټر بم وه چې زيات زيان يې اړولی دی.خو دا خبرونه په خپلواک ډول نه دي تاييد شوي.