کور / تازه خبرونه / پكتيا: فرهنګيانو او خبريالانو د ارواښاد روحاني وژنه وغندله

پكتيا: فرهنګيانو او خبريالانو د ارواښاد روحاني وژنه وغندله

 


نن دپکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د پکتيا ټولو فرهنګي ټولنو ، د ژورنالېستانو خپلواکې اتحاديې او د افغان کلتوري ټولنو جرګې استازو له غرمې مخکې په يولسو بجو بېړنۍ غونډه وکړه . غونډې  په هلمند کې د بي بي سي راډيو ځايي خبريال عبدالصمد روحاني وژنه په کلکه وغندله او د ده مړينه يې دافغانستان د ژورنالېستانو او افغان ولس لپاره يوه درنه ضايعه وګڼله .