زابل مرستیال والي وایی دسیوري دخلکو ستونزو ته به دحل لاره ولټوي
جاويد احمد تنوير
دزابل دسیوري ولسوالۍ اوسیدونکی پدغه ولسوالۍ کی ددروغتیایی اسانتیاو ترڅنګ دټولنیزو ستونزو څخه شکایت کوي ،
ددي ولسوالۍ اوسيدونکي وایی د روغتيايې خدماتو د نه شتون له امله د سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او وايې چې بايد ولايتي اداره ورته پام وکړي. یاد اوسیدونکی زیاتوي چی په سیمه کی یی ځایی میشت کسان د ټولنیزو ستونزو سره مخ دی خو دولت ورته پاملرنه نه کوي ، دغه وسیدونکی دروغتیا ، پوهني او بیا رغوني یادونه کوی چی په خبره ورته اړتیا ده ، دیادي ولسوالۍ دجهاک دکلي اوسیدونکي دپاکو اوبو نشتوالي یوه بله ستونزه یادوي او وایی چی دکاریزونو او ویالو له اوبوڅخه دڅیښال لپاره استفاده کوي چی دوی یی په ناروغیو اخته کړی دی ،
دزابل محلي چارواکی هم دغه ستونزي مني خو زیاتوي چی د وزارتونو پام لرنه کمه ده چی له امله یی دسیوري ولسوالي اوسیدونکی شکایت کوي ، دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار دغه ولسولي ته دخپل سفر په ترځ کی رسنیو ته وویل چی هڅه کوي ترڅو دسیمي دخلکو دغوښتنو پر بنسټ دخپلو ریاستونو سره یو پلان جوړ کړی او دخلکو ستونزوته رسیدګي وکړي ،
دیادوني وړده چی دزابل دسیوري ولسوالۍ اوسیدونکی پداسی حال کی دټولنیزو ستونزو یادونه کوی چی ددی ولایت په یوشمیر نورو ولسوالیو کی هم ځایی اوسیدونکی دورته ستونزو سره سره لاس او ګریوان دی ،