میدان وردګ دسلګونو کورنیو سره ژمنۍ مرستي ترسره شوی
جاويد احمد تنوير
د WFP له لورې ۹۸۵ کورنیو سره ژمنې مرستې ترسره کیږي،بل لورې د IRD له
لورې پر شپږ دېرش زیانمنو کورنیو بېلا بېل توکې وویشل شول .
په میدان وردګو ولایت کې د WFP مرستندویه مؤسسه له لورې د دغه ولایت نهه
سوه پنځه اتیا کورنیو سره د نږدې څلور میلیونو افغانیو په مالي لګښت د
بېلابېلو خوراکي توکو د ورکړې ژمنه وشوه .
په دغه ولایت کې د یادې مؤسسې استازی حیات الله حیدري د خپلو خبرو په ترڅ
کې وویل : اداره یې په دغه ولایت کې هغه کورنیو سره چې په ژمني موسم کې
زیانمنې کیږي ،هرې کورنۍ ته د شاوخوا څلور زره افغانیو په مالي لګښت
خوراکي توکې چې په کې یوې کورنۍ ته یو سلو پنځوس کیلو غنم،دولس کیلو غوړي
اتلس کیلو دال نخود او نور توکې شامل دي ورکړل کیږي.
په ورته وخت کې تېره ورځ د IRD مؤسسې له لورې په میدان وردګو ولایت کې
شپږ دېرش زیانمنو کورنیو سره نولس قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته
ترسره شوه .
په مرسته شویو توکو کې چې اوړه،غوړي،لوبیا،نخود،بوره،وریجې،دیګ بخار،
میوې قابونه،کمپلې او نور توکې شامل وو،د ټاکل شوي کمیسون له لورې اړونده
کسانو ته ورکړل شوه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادو دواړو مرستندویه
مؤسسو له ژمنې او مرستې څخه مننه وکړه او پر نورو مرستندویه ادارو یې غږ
وکړ،چې د دغه ولایت له اړو خلکو سره دې هر ډول مرستو کې له دوی سره همکار
پاتي شي.