د ټولو امریکايي ځواکونو دایستلو ګواښ، تکرارېدونکي درواغ
عطاالله محمدي
کابل چاپ ګن شمېر ورځپاڼو له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کېدو په اړه لیکنې او تبصري کړې دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ له ناهیلو سره سره به بیا هم ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون ژر لاسلیک کړي.
په مطلب کې راغلي، داسې اټکل کیږي چې، د تړون له لاسلیک کېدو وروسته به امریکا په سیمه کې سوله او ثبات تامین کړي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر له خولې لیکلي؛ له ولسمشر حامد کرزي هیله لرو چې؛ له امریکا سره امینتي او دفاعي تړون ژر لاسلیک کړي.
همدې ورځپاڼې د مشورتي لویې جرګې د یوې کمیټې د مشر څرګندونې راخیستې چې؛ له ولسمشر حامد کرزي څخه یې غوښتي؛ د ملي ګټو د تامین په خاطر په امریکا فشارو راوړي او دغه هېواد باید شرطونه ومني.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي امریکايي پلاوي ولسمشر کرزي ته د سولې د عملي بهیر د پیل ډاډنه دی ورکړی.
ورځپاڼه د ارګ د چارواکو په نقل لیکي امریکايي پلاوي یوازې د شفافو انتخاباتو او د افغانانو پرکورونو دعملیاتو نه ترسره کولو ژمنه کړې ده.
همدې ورځپاڼې “د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو ګواښ، تکرارېدونکي د روغ” تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې راغلي په امنیتي تړون کې د افغانستان سخت شرایط د دې لامل کېدای نه شي چې؛ امریکا له افغانستان څخه ووځي.
د سرمقالې د لیکوال په باور که افغان لوری تر اوسنیو شرایطو سخت شرایط هم وړاندې کړي امریکا به ورته غاړه کیږدي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې امنیتي تړون چې له مخې به یې دوی په افغانستان کې دایمي پوځي اډې ولري، دامریکا لپاره خورا مهم دی او دا د امریکا د دې اوږدې جګړې یوازینۍ ګټه ده.
د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکی ولسمشر حامد کرزي ته وړاندیز کوي چې؛ په خپل دریځ کلک ودریږي او ولس یې هم باید په ټول توان ملاتړ وکړي.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ په دې کې شک نشته چې افغانستان په یوه خطرناکه وضع کې دی، له امریکا سره د تړونونو لاسلیک او نه لاسلیک ښايي د وضعې په خطرناکتوب کې ډیر توپیر رانه ولي.
د لیکوال په باور که کرزی تړون لاسلیک کړي اویا ترې انکار وکړي، د لیکوال په باور په دواړو صورتونو کې افغانان له سترو وحشتونو سره لاس اوګریوان دي.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي حکومت باید د ملت د استازو پرېکړو ته درناوي وکړي.
لیکوال له امریکا غوښتي چې د مشورتي لویې جرګې ټولو پرېکړو ته درناوي ولري.