کور / هراړخیز / الفريډ نوبل اود نوبل جایزې

الفريډ نوبل اود نوبل جایزې

الفريډ نوبل د الکتوبر د مياشتي پر21 مه نیټه په 1833 ميلادي کال کي د سويډن هيواد په مرکز سټاک هالم کي زېږېدلى دئ. د ده پلار امانويل نوبل او مور کارولین انډریټا السیل اته اولادونه درلودل چی له هغه جملې څخه یی الفریډ او درې نور زامن، چي رابرټ، لاویګ او امیل نومیدل، ژوندی پاته او نور یې په ماشومتوب کي مړه سوي وه. د الفریډ پلار يو انجينیر او مخترع وو چي په سټاک هالم کي يې پلونه او ودانۍ جوړولې. امانويل نوبل د غرو د ډبرو په ماتولو کي هم کافي عملي کار کړى وو. كله چي دده څو دانې د ساختماني موادو د نقلولو بيړۍ په اوبو كي ډوبي او غرقی سوې نو ډير تاوان ورواوښت اوپه همدغه کال کي الفريډ نوبل پيدا سو. د الفريډ نوبل پلار خپله کورنۍ په سټاک هالم کي پريښوده او خپله مخ د روسيې او فنلينډ په لور د نوي کار د پيلولو په موخه روان سو.

د الفريډ نوبل مور ( کارولین انډريټا السیل) چي د يوې شتمني کورنۍ څخه وه، خپلو اولادونو ته د ډوډۍ پيداکولو په موخه د خوراکي توکو يو پلورنځی پرانیست او د نوموړي دوکان څخه يې په کافي اندازه ګټه ترلاسه کول.
د وخت په تیریدو سره د الفريډ نوبل پلار په روسيه کي په خپل نوي کار کي بريالى سو. ده د ماشينانو د جوړولو کاروبار پيل کړ چي و روسي فوځ ته به يې وسايل برابرول. په دې توګه امانويل نوبل په دې وتوانيدئ چي په 1842م کال کي خپله کورنۍ و روسيې ته راوغواړي . امانويل نوبل خپلو زامنو ته د شخصي ښوونکو پواسطه د ساينس، ژبو او ادبياتو لمړنۍ زده کړي ورکړې.

الفريډ نوبل په 17 کلنۍ کي په سوېډني، روسي، هسپانوي، انګليسي او جرمني ژبو باندی د خبرو کولو قابلیت درلود. ده په ماشومتوب کي د انګليسي ادبياتو ، شاعري ، کيميا او فزيک سره علاقه لرل. اما د الفريډ نوبل د پلار هيله دا وه چي زوى يې يوتکړه انجينير سي نو له همدې کبله يې هغه د روسيې هيواد څخه د زده کړو د ترلاسه کولو په مقصد بهر ته ولیږئ. الفريډ نوبل په خپل دې علمي سفر کي سويډن، جرمني، فرانسې او د امريکا متحده ايالاتو ته ولاړ. نوموړي په پاريس کي د يوه مشهوره ايټالوي کيمياپوه جیولز پیلیوزا سره وليدل او د هغه سره یې په لابراتوار کي كار پیل کړ. دغه ایټالوی کیمیاپوه د هماغه وخت څخه درې کاله مخکي د نايتروګلسرين په نامه يوه په لوړه کچه چاودېدونکې ماده اختراکړې وه چي د تودیدلو یا ګرمیدلو په صورت کي چاودېدل. د نوموړی عالم د لیدو سره سم هغه وو چي الفريډ نوبل د نايترو ګلسيرين د مادې سره زياته علاقه پيدا کړه او په دې فکر کي سو چي څنګه کولاى سي ددې مادې څخه په ساختماني کارونو کي په خوندي توګه او بی له کوم خطر څخه استفاده وکړي.

په 1852م کال کي الفريډ نوبل بيرته د خپل پلار لخوا د روسيې هيواد ته را وبلل سو . نوموړي د خپل پلار سره يو ځاى د نايتروګلسرين څخه د يو ګټوري چاودېدونکي مادې په توګه د کار اخيستلو تجربې تر سره کړې. تر دې وروسته الفريډ نوبل ، پلار او يو ورور یی و خپل ټاټوبی د سوېډن هيواد ومرکز سټاک هالم ته را ستانه سول ، هلته الفريډ نوبل پر نايتروګلسرين مادې باندي لا نوري ډيري تجربې تر سره کړې. مختليفو چادونو چي د هغو څخه په يوه چاودنه کي د الفريډ نوبل یو ورور او ګڼ شمير نور کسان ووژل سول د دولتي چارواکو پام ځانته راواړوه چي نايتروګلسرين په لوړه کچه چاودېدونکې او د بشر لپاره یوه خطر ناکه ماده ده. بلاخره د سويډن دولتی چارواکو د سټاک هالم د ښار په حدودو کي د داسي چاوديدونکو موادو پر تجربه کولو باندي بنديځ ولګاوه او الفريډ نوبل مجبور سو چي د خپلو تجروبو د عملي کولو لپاره د مالارين وخليج ته ولاړ سي.

په 1867 م کال کي الفريډ نوبل د نايترو ګلسرين سره د تيزابو د ګډولو په وسیله د ډيناميټ په نامه يوه نوې ماده ترکیب کړه. ډيناميټ داسي يوه ماده وه چي د غره د ډبرو په ماتولو، د تونلونو په کیندلو ، د کانالونو په جوړولو او د رغوني په نورو کارونو کي ورڅخه استفاده کیدای سوای. ډيناميټ نومي مادې په بازار کي ډير ژر شهرت پیدا کړ او همدارنګه الفريډ نوبل ثابته کړه چي نوموړي يو ماهر، مجرب اوتکړه مخترع ، عالم اوسوداګر دى. په کال 1865م په جرمني کي د الفريډ نوبل فابريکې د نايتروګلسرين چاودېدونکي توکي و اروپا، امريکا، اسټراليا او نورو هيوادونو ته صادرول. د کلونو په تيرېدو سره نوموړي د نړۍ په کابو 20 هيوادونو کي د 90 څخه زياتې فابريکې او لابراتوارونه پرانيستل. د ډيناميټ په اختراع کولو سره الفريډ نوبل زياتي پيسې لاس ته راوړې ، دى ډير ژر د نړۍ د تر ټولو شتمن شخص په توګه وپيژندل سو او په 1868 م کال کي د رايل سويډيش د ساينسي علومو د مرکز لخوا الفريډ او پلار دواړه په ستاينليکونو سره وستایل سول، البته دا ستاینه ددې لپاره وه چي نوموړي د بشر د هوسايني لپاره يو ستر کار تر سره کړی وو يعني اصلاً د ډيناميټ ماده د رغوني د کارونو په موخه اختراع سوې وه. د مثال په توګه که يو لس متره تونل څو کسان په دوو ورځو کي کاږي لیکن دا کار د ډيناميټ په يوې چاودنې سره په ظرف د څو دقيقو کي تر سره کیدای سي. د غره ډبري ماتول، د کانالونو ایستل، د ودانى لپاره تهداب جوړول اوداسي نور کارونه د ډيناميټ مادې په يوې چاودني سره په ډیر کم وخت کی تر سره کيداى سواى. اما د نړۍ خلکو د نوبل له دې اختراع څخه ناوړه او منفي ګټه پورته کړه او ډيناميټ به يې په جنګ کي د دښمنانو د وژلو لپاره کارول.

کله چي الفريډ نوبل د ډيناميټ ددې ناوړه استعمال څخه خبر سو نو ډير خواشینی او پښيمانه سو او د نړۍ د خلکو څخه ډير ګيله من وو. ځکه نو د خپل دغه اشتباه د جبران په خاطر الفريډ نوبل په 1895م کال کي د نومبر د مياشتي پر 27 مه يو وصيت لیک تيار او په 1896 م کال کي د ډيسمبر پر لسمه نيټه مړ سو. ډیرو او پرله پسې کارونو او سفرونو الفریډ نوبل د شخصي ژوند څخه لیري ساتلی وو. ویل کیږي چي نوبل په 43 کلنۍ کي د یوې اتریشي (اسټریایي) ښځي سره، چي برتا کنسکي نومیده، واده وکړ، خو دغه ګډ ژوند یې ډیر وخت دوام ونه کړ او ښځه یې ډیر ژر ځني جلا سوه ولي نوبل د عمر تر پایه پوري له هغې سره قلمي رابطه وساتل او لیکونه به یې وخت نا وخت ورلیږل. اما له یو بل روایت له مخي نوموړی د عمر ترپایه پوری واده ونه کړ او کوم اولاد یې نه درلود.

د نوموړي د مرګ څخه وروسته کله چي يې وصيت لیک ولوستل سو نو نوموړي د نړيوالو ترمنځ دشخړي اومخالفت له امله ځان ګرم بللى وو او همداراز يې ليکلي وه (چي د نوموړي ټول جایداد او شتمني دي د يوه بنياد یا ټولني لخوا وهغه چاته چي د فزيک ، کيميا، طبابت، ادبياتو او دسولي په برخه کي د بشر د ښیګڼي او هوساینی لپاره یو ستر او په زړه پوري کار تر سره کړي ، د جايزې په توګه ورکول سي.) ددې پرېکړي سره يې د کورنۍ ځينو غړو او خپلوانو مخالفت ښکاره کړ. ځکه په هغه وخت کي د دومره زیاتو پیسو اهدا کول یو خارق العاده او غیر معمول کار وو. ډیرو سویډنیانو هم د دې جایزو پر نړیواله بڼه باندي نیوکه درلودل او ادعا یې وکړه چي دا جایزې باید یوازي د سویډن خلګو ته ورکول سي او بس.

خو ددې هرڅه سره سره د نوبل په نامه یو بنیاد یا ټولنه جوړه او د نوبل د جايزې د ورکولو لړۍ د لومړی ځل لپاره په 1901 م کال کي پيل سوه. له هماغه وخت څخه راپه دې خوا هر کال د ډيسمبر د مياشتي پر لسمه نيټه د الفریډ نوبل د تلین د لمانځلو په مراسمو کي دا جايزې و هغه چا ته ورکول کيږي چي په فزيک، کيميا، طبابت، ادبياتو او د سولي لپاره یې يو ستر کار تر سره کړى وي. ددې جايزو څخه یې په هره جايزه کی يو ډيپلوم ، يو د سروزرو ميډال او يو مقدار پيسې (چي اوس مهال څه باندي یو میلیون امریکایي ډالر کیږي) شامل دي.

د 1901 څخه تر 2013 م کال پوری مجموعاً 876 اشخاصو او ادارو د نوبل جایزې ترلاسه کړي دي، چی د بعضي افرادو او ادارو تر یوځل زیات دا ویاړ په برخه سوی دئ.
د نوبل د وصیت لیک پر بنا، په څلورو څانګو یعنی د فزیک او کیمیا په برخه کي جایزې د سویډن دعلومو د اکاډمي لخوا ، د ‌‌‌طبابت په برخه کي جایزې د کارولینسکا انسټیټیوټ لخوا ، د ادبیاتو په برخه کي جایزې د سټاک هالم د اکاډمي لخوا د سویډن په مرکز سټاک هالم کي ورکول کیږي. اما یوازي د سولي په برخه کی جایزې د ناروې هیواد په مرکز اوسلو ښار کي په داسي ترتیب سره ورکول کیږي چي د ناروې د حکومت لخوا پنځه تعین سوي غړي د سولي د جایزې ګټونکی ټاکي. دغه جایزې د ملیت، نژاد، توکم، دین، ژبي اوعمر په نه نظر کی نیولو سره ورکول کیږي. د نوبل د جایزې ګټونکي ته (Nobel Prize Laureate) ویل کیږي.