دپاکستان دسترې محکمې مشر وټاکل شو
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد:حسین جیلاني د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین په حکم ددغه هیواد دسترې محکمې دنوي مشر په توګه وټاکل شو .حسین جیلاني د پاکستان دسترې دمحکمې داوسني مشر افتخار محمد چوهدري ځای ناستی شوی او هغه به د دسمبر په ۱۲نیټه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دسترې محکمې دمشر په توګه لوړه وکړي .دپاکستان دسترې محکمې اوسنی مشر چوهدري ددسمبر په یولسمه(۱۱) نیټه تقاعد کیږي .