کور / هراړخیز / د ۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو د عدل غوښتنې غونډه

د ۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو د عدل غوښتنې غونډه

فارسی    English

 

په آټاوا کې د کاناډا د پارلمان مخې ته
د ۱۳۵۷ – ۵۸ کلونو د شهـیدانو یاد-غونډې ته بلنه

 

ډیـــوې د شـــهیــدانو په مــزار وینې بـلیـږي
د میـنې د وفـــا او د ایــثــار ویــنې بـلـیــږي
یوازې هـدیــرو کې په قــبرونو نه دې بــلې
زموږ په هر کور او په هـرښار وینې بلیږي

 

گرانه هـیـواد واله!
 
په یقین چې د ۱۳۵۷ل کال د غوايي د اوومې د نظام د فاجعې له تل څخه د ۵۰۰۰ شهیدانو د قربانیانو د رواتلي لست په هکله مو اوریدلي دي. ددغه لست خپریدل یو ځل بیا د تأریخ او بشري وجدان یاد ته د خلق ډیموکراتیک گوند د وحشتناکو جنایاتو هغه اړخونه په ډاگه کړل چې ددغه گوند د واکمنۍ له سره تر پایه پړاو کې یې دوام درلود. یو شمیر کسان شته چې د خپلو شخصي او ډله ییزو گـټـو د ساتنې لپاره د بیلا بیلاو (مصلحتپالو) استدلالونو په وړاندې کولو غواړي ددغه لست او د نورو ټولو بې گناهو قربانیانو پر یادونو باندې د «هـېـر او تـېـر» پرده وغوړوي، خو له دې خبر نه دي چې د وخت او زمان په لمنې کې د عدل غوښتـنـې کړیکه به تر همدغه شنه آسمان لاندې د عدل خپـرېـدنې تر سباون پورې هـېـڅکله غلې نه شي.
 
 موږ په کاناډا کې استوگن د ۱۳۵۷ – ۵۸ خونړیو کلونو د قربانیانو ویر ځپلي د همدغو په وینو کې لیت پیت پرتو شهیدانو د یاد په درناوي غواړو د ۲۰۱۳ ز کال د ډسمبر په ۷ نـېـټـې په آټاوا کې د کاناډا د پارلمان د وانۍ مخې ته د عدل غوښتـنې د غږ په اوچتولو راټول او خپل غږ د کاناډا د حکومت او د نړۍ د عدل پالې ټولنې تر غوږونو پورې ورسوو.
 
همدې موخې ته د رسېـدو لپاره د کاناډا او نړۍ په بـیلابيلو ښارونو کې ټول ویرژړلي هـېـواوال او پتمن انسانان رابولو چې د لاندنـیـو اصولو په پام کې نـېـولو له دغه انساني او اخلاقي خوځښت سره یو ځای شي تر څو د همغو مظلومو شهیدانو د عدل غوښتنې د غږ انگازې د ملي او نړۍ والو ټولنو په منځ کې په لا لوړ غږ خپرې شي. موږ په لاندنیو رښتونو اصولو باور لرو:
 
۱ اصل : د خلق ډیموکراتیک گوند د هغو جنایاتو مخامخ مسـﺌـول دی چې د شهیدانو خپور شوی لست یې یوه وړوکي بـېـلگه ده. ددغه گوند د خلق او پرچم د دواړو څانگو مشران او پيژندل شوي کسان دې د تر سره شویو جنگي جنایاتو او بشري ضد جنایاتو په ځواب کې محاکمه او مجازات شي. د گوند عادي غړي چې د خپل گوند په خیانت او جنایت کې نـيـغ لاس نه لري، په دغه گوند کې د غړیتوب او د گوند د جنایاتو پر وړاندې په چوپ پاتې کـېـدلو  تـېـر وتلي دي او باید د افغانستان له تأریخ او پرگنو څخه بخښنه وغواړي او د خپل گوند جنایات محکوم کړي.
 
۲ اصل : د افغانستان ملت لکه پښتانه، تاجیک، هزاره، ازبک او نور ټول قومونه له هر ډول نژادي، ژبـنـیو، مذهبي او سیمه ییزو توپیرونو پرته د یو بل وروڼه او ټول سره یو برابر دی او هـېڅ یو یې بر بل باندې کوم امتیاز او بروالی نه لري. په افغانستان کې د ټولو ولس دښمنو رژیمونو قربانیان په یوې قومي ډلې او یا هویت پورې اړه نه لري بلکه ټول یې د افغانستان  د ملت گډ شهیدان دي او موږ او تاسو هر څوک چې یو، د هغوی په ویر کې له یو بل سره پرگډ ټغر ناست او غمجن یو.
 
۳ اصل: د کاناډا د پارلمان مخې ته دغه یاد – غونډه به د خلق ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ د کلونو په لړ کې د افغانستان د بې گناهو بچیانو د بشري ضد جنایاتو، د ژوندیو ښخو شویو او په عام ډول د وژل شویو قربانیانو لپاره د بنسټيز خوځښت یوه نښه وي. موږ پر هغو جنایاتو چې له دغو کلونو وروسته تر نن ورځې پورې رامنځته شوي سترگې نه پټوو مگر په دغو شیبو کې چې د شهیدانو د یاد ځانگړې موخه تر مخ لرو نه غواړو له خلقیانو او پرچیمانو وروسته تر سره شوي جنایات په همدې شیبې کې راوسپړو. همدا شان دا خبره دې د لمر په شان سپینه وي چې د دغه انساني او اخلاقي خوځښت له ځانگړې ټاکل شوې موخې څخه د هر گوند او یا هرې ځانگړې ډلې ټپلې گټه اخیسـتـنه په کلکه ردوو او ترَټو.
 
گران هـېـواد وال کولای شئ د خپل جغرافیوي موقعیت په پام کې نـېـولو له موږ سره په لاندې ډول همکاري وکړي:
 
– هغه هـېـوادوال چې د کاناډا په آټاوا او یا ورڅـېـرمو ښارونو کې استوگنه لري کولای شي له خپلو کورنېـو سره یو ځای د ۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو د عدل غوښتونکو د غونډې له سمبالوونکو سره اړیکه ونیسي او د یاد-غونډې د سمبالتیا په چارو کې دې گډون وکړي، خپلې سلا او مشورې دې ونه سپموي، ددې پتمنې غونډې خبرتیا دې خپلو دوستانو او آشنایانو ته ورسوي او په دې غونډې کې د گډون په کولو دې ددغه خوځښت دروندوالی او اغیزمنتوب لا ډیر کړي.
 
– هغه هـېـوادوال چې له آټاوا لـېـرې او یا د کاناډا په نورو ځایونو کې ژوند کوي کولای شي د ۵۷- ۵۸ کلونو د شهیدانو لپاره د عدل غوښتونکو له سمبالوونکو سره د ټيلفون، بريښنالیک او یا سکایپ له لارې اړیکه ونیسي او د سمبالتیا د سلا مشورو په چارو کې دې گډون وکړي، او د غونډې خبرتیاوې دې خپلو دوستانو او آشنایانو ته ورسوي، او که ورته امکان ولري نو په غونډې کې په خپل گډون دې ددغه خوځښت دروندوالی او اغیزمنتوب لا ډیر کړي.
 
– هغه هـېـوادوال چې له کاناډا دباندې ژوند کوي کولای شي د ۵۷- ۵۸ کلونو د شهیدانو لپاره د عدل غوښتونکو له سمبالوونکو سره د ټیلیفون، بريښنا لیک او یا سکایپ له لارې اړیکه ونیسي او له  موږ سره دې د نړۍ په نورو برخو کې له دا ډول یاد- غونډو ترلاسه شوې تجربې گډې کړي او د ددې غونډې خبرتیاوې دې خپلو دوستانو او آشنایانو ته ورسوي؛ د همداسې خوځښتونو د لمنې د پراختیا او په افغانستان کې د تـېـرو ۳۵ کلونو په اوږدو کې د تر سره شویو ظلمونو او د خیانتونو او جنایاتو د قربانیانو د وینو لپاره د ۵۷- ۵۸ کلونو د شهیدانو د عدل غوښتونکو د سمبالوونکو د غونډې غږ دې له نورو هغو غونډو، ډلو، بنسټونو، ملي او نړۍ والو سازمانو سره وتړي چې د عدل غوښتني او بشري حقونو په څانگو کې فعالیت کوي.
 
 وخت او ځای : د شنبې ورځ د ۲۰۱۳ ز کال د ډسمبر ۷ نـيـټـه، د ماسپښین له ۳ بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې. آټاوا، د کاناډا د پارلمان د ودانۍ مخې ته.
 
د ټيلفون شميره کاناډا: 6134008357

د برېښنا لیک پته: dadkhahan5758@gmail.com
 
له تاسو هـيـله مند یو چې د بې کفنو او بې گورو شهیدانو یاد ته ددرنښت په موخې او د عدالت غوښتنې د غږ د اوچتولو لپاره په دې غونډې کې له خپلو کورنـېـو او دوستانو په گډه گډون وکړئ او د هـېـوادوالو په منځ کې ددې خبرتیا په لا پراختیا او خپرولو کې خپله هـېـوادنۍ او اخلاقي دنده تر سره کړئ.