کور / خبرتیا او پيغامونه / د امنیتی تړون په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه

د امنیتی تړون په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه

د افغانستان او امریکې تر منځ د امنیتي تړون په هکله د ملي اجماع په خاطر (د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د لړم ۳۰ څخه دلیندۍ ۳ مې ) مشورتي لویه جرګه جوړه شوه تر څو د دي مهمې مسلې په اړه د ملت د استازو نظر او مشوره واخیستل شي . د یو مفصل او اوږد بحث نه وروسته د لويې جرګې غړو په دروند اکثریت د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون تایید کړ او په ځینې مادو یې خپل نظریات وړاندې کړل .
لویې جرګې دغه تړون د افغانستان د فعلي امنیتي ، سیاسي او اقتصادي شرایطو له کبله یو مهمه اړتیا وبله او د ولسمشر نه یې غوښتنه وکړه تر څو د هیواد د لوړو ملي ګټو په پام کې نیولو سره دغه تړون امضا کړي . د تړون په هکله د ولسمشر وروستۍ څرګندونې یو څه د ابهام فضا رامنځ ته کړې . افغان ولس سره اندیښنه پیدا شوې چې هسې نه د دې تړون په سر هیواد د یو سیاسي بحران او نا معلوم سرنوشت سره مخامخ شي .
د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشورتي لویې جرګې انعقاد ستر موفقیت بولي او د دي پریکړې تاییدوي او هیله لري چی افغان حکومت به د تړون په هکله داسې دریځ غوره کړي چې یواځیني هدف یې د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا ، د هیواد ملي حاکمیت او د ملي ګټو تامین وي . د امریکې سره امضا شوی ستراتیژیک تړون د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر لور یو مهم قدم وو او امنیتي تړون د ستراتیژیک تړون اساسي رکن دی . که امنیتي تړون امضا نشي نو ستراتیژیک تړون به هیڅ معنا ونلري .
یو اړخ ته افغان ملت ملي مترقي ګوند هغو اشخاصو او حلقو سره هم نظر ندی چې وايي په پټو سترګو دې دا تړون امضا شي خو بل طرف ته د دې تړون په سر سیاسي سوداګري هم د ملت په تاوان بولي .
هیله ده چې پدې تاریخي پړاو کې به د هیواد ولسمشر خپل تاریخي رسالت سر ته ورسوي تر څو په هیواد کې د بشپړ امنیت ، سیاسي او اقتصادي ثبات او نیکمرغه آینده لپاره زمینه مساعده شي .

ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي زموږ خپلواکي ، ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا