کور / هراړخیز / افغانستان امن غواړي!

افغانستان امن غواړي!

د افغان رسنیو څخه مي خبرونه تر لاسه کړل،چي د مشورتي لوی جرګې په درشل کي د(مرګ بر امریکا)شعارونه او نارې واوریدل سوې،او د افغانستان په ځینو ولایتونو کي د مخالفت ږغونه او ترڅنګ یې د عامه اذهانو د خرابولو اوهڅولو په موخه خلګو(؟!) غونډي او مجلسونه دایر کړل،تر څو دا څرګنده کړي،ګویا دوی د افغان ملت سترګي او غوږونه ورخلاصوي.
موږ(افغان ملت) یا د نړۍ نابغه یو،او یا د نړۍ ناپوهان یو!!!
تقریبآ ۸۰سلنه ټولنه مو د ناپوهی د رنځ سره لاس ا و ګریوان ده،د هري ورځي انساني تلفات اومرګونه مو اوس د سر درد جوړ دی.
د ملګرو ملتونو د یوه راپور په اساس یوازي ۲۱سلنه ملکي افغانان د ۲۰۱۳ع کال د اولي نیمایي په جریان کي مړه او ټپیان دي،چي تقریبآ ټوله ئي کوچنیان دي.
دیوه بل راپور په اساس چي د ۲۰۱۳ع کال او ۲۰۱۲ع کال د ملکي افغانانو مړینه په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو د مرګ ګراف دیوه کال څخه تربل کال پوري د ۵ څخه بیا تر ۱۵ سلنه پورته ځي.
باید پوښتنه وسي چي یاد افغانان څوک وژني؟؟؟ څوک د ملکي افغانانو واقعي قاتلان دي؟؟؟ څوک د جنګي جرمونو مرتکبین دي؟؟؟
هغه د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلي،د هدفي وژنو،شخصي دښمنیو،د لویو لارو د ټکر او تصادفي وژني خو اوس بحث هم چندان نه کیږي.
آداري فساد،اخلاقي فساد،کلتوري فساد او یرغل هغه څه دي چي نه موږ ورباندي لویو لاروته راووتو،او نه مو د ملګرو ملتنو وغوښل چي یادي پدیدې زموږ نوي را د غاړي سوي دي،مخ کي افغانستان لوړذکرسوي دردونه نه لرل،او نه یي پیژندل.

د مېرمنو پر حال هم افسوس دی! پرون همدغه مېرمن د جنګونو فاتحه او سربازه وه،خلګ یې تر اوسه د شعر او آدب سره د نوم تړل اړین بولي.
مګر،نن هغه د برم او ویاړ مېرمني سر عام د جنسي تیري اوسر عام وژني ښکار دي.
موږ ته یوازي امریکا کافي نه ده، باید د ناټو نور هیوادونه هم پاته سي،دلته درنیده ګان،شرموښان، او د نړۍ ستر ستر جنایت کاران اوسیږي.
نړیوالو مرتسه وکړئ ! مرسته وکړئ! موږ د جنګي جنایت کارانو،توپک سالارانو،وحشیانو،او زورواکو وژغورئ!

د مکې په بزرګي کي هیڅ شک نسته
ولي،خر به سړی نسي په طواف.
درنښت،
داؤد شاه زمری کندهار