کندهار: د معلولينو نړۍ واله ورځ ولمانځله سوه

عطاالله محمدي | دسمبر 3rd, 2013


د روان ميلادي کال د ډيسمبر درېيمه د معلولينو نړيواله ورځ د افغانستان د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي هم د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي ولمانځل سوه.
د معلولينو د نړيوالي د ورځي په لمانځ غونډه کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د دولتي ادارو رئيسانو او زيات شمېر معلولينو وروڼو او خويندو ګډون کړی ‌و.
په غونډه کي معلولينو په ټولنه کي د ښووني، کارموندني، نغدي او يو شمېر نورو مرستو ترڅنګ په ټولنه کي د عادي وګړو په څېر د ژوند کولو او په دولتي نظام کي د برخي اخيستلو غوښتنه وکړه.
معلولينو د خپلو خبرو پر مهال وويل: معلولين د ټولني يوه مهمه او د احترام وړ برخه ده او د نورو خلکو په څېر حق لري چي په ټولنه کي د نورو وګړو په توګه د ژوند له اسانتياوو برخمن سي خو د نوموړي په خبره له بده مرغه معلولينو ته په کمه سترګه کتل کېږي او ورسره ناسم چلند کېږي.
کندهار والي په خپلو خبرو کي وويل : که څه هم معلولين په ظاهره د وجود له ځينو اعضاوو څخه بې برخي دي، خو په هيڅ ډول د ټولني له نورو اقشارو او طبقاتو څخه تفاوت نه لري او نه د ورځني ژوندانه په چارو کي تر نورو کم راتلاي سي.
په افغانستان کي په هر ولايت کي زيات شمېر معلومين سته چي په کندهار کي شاوخوا ٩٥٠٧ معلولين ستون لري.

Copyright Larawbar 2007-2024