ایا پاکستان د افغانستان د سولې اهمیت درک کړی دئ؟
عطاالله محمدي
د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کابل ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د سفر به اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، ایا پاکستان د افغانستان د سولې اهمیت درک کړی دی؟
د سرمقالې لیکوال باور څرګند کړی چې؛ اوس د پاکستان له ملکي حکومت سربیره نظامیانو هم په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات اهمیت درک کړی دی.
ملي ارمان لیکلي، دوی پوه شوي دي چې که په سیمه کې د دوی په لاس لګول شوی اور مړ نه شي؛ نو پاکستان به هم په کې وسوځي.
د سرمقالې لیکوال تمه ښودلې چې؛ کابل ته د نوازشریف سفر د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې خپله سرمقاله لیکلې؛ د افغانستان روانه جګړه او د پاکستان ناوړه راتلونکې.
په سرمقالې کې راغلي پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د مرستې ژمنې بیا بیا تکراروي؛ خو تراوسه یې په دې اړه عملي اقدامات نه دي کړي.
سرنوشت لیکلي، سره له دې چې د افغانستان د جګړې د اور لمبې ترپاکستان رسیدلي؛ خو د دې هیواد پوځي چارواکي لا هم د افغانستان له امن او ثبات سره مرسته نه کوي.
ورځپاڼې لیکلي که په تیرو دولسو کلونو کې پاکستان او ایران په د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پرځای مرسته کړې وه؛ نن به امنیت ټینګ و او د بهرنیو عسکرو پاتې کیدو ته به اړتیا نه وه پاتې.
محور:
محور ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې کابل ته د نوازشریف د سفر په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی دی.
په مطلب کې راغلي، پاکستان هڅه کوي چې، د طالبانو پروژه داسې مدیریت کړي چې؛ د امریکا د رابطې امکان په کې کم وي.
د مقالې د لیکوال په باور پاکستان اوس له امریکا سره ژور اختلافات لري؛ ځکه خو یې صدراعظم د افغانستان په ګډون د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.
محور په یوه بل مطلب کې پرته له دې چې کومه سرچینه ذکر کړي؛ لیکلي، د سولې د عالي شورا یوه پلاوي په کراچې کې له ملا برادر سره کتلي دي.
ورځپاڼې د پاکستانیو ورځپاڼو په حواله لیکلي چې؛ دا کتنه یوازې یوه دقیقه وه هغه هم د پاکستانیو پوځیانو تر سختې څارنې لاندې.
هېواد:
هیواد ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ دا ځل باید د پاکستان د صدراعظم د ژمنو د عملي کېدو لارې وڅارل شي.
ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي وروستي خبرې راخیستي؛ چې ویلي یې دي، د افغانستان سوله لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده.
ورځپاڼې لیکلي چې، ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له صدارعظم نه غوښتي چې؛ ملا برادر په بشپړه توګه ازاد کړي.
هیواد د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې د ښاغلي نواز شریف خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي؛ پاکستان به د افغانستان د سولې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.