کور / رسنۍ / د ولوله مجلې دويمه ګڼه تازه له چاپه راووته!

د ولوله مجلې دويمه ګڼه تازه له چاپه راووته!

ولوله مجله د غازي ببرک خان ټولنيزې کلتوري ټولنې هغه درې مياشتينۍ خپرونه ده، چې د رفيع الله زيار تر مسؤل مديريت او د عيسى خان تسل تر مرستيالۍ لاندې له خوست ولايت څخه خپرېږي.
د يادې مجلې دويمه ګڼه په ښه سکښت، رنګه پوښتۍ او د ښو مظالبو په درلودلو سره په ٧٠ مخونو کې تازه له چاپه راووته.
دا په داسې حال کې ده، چې ددې مجلې لومړى ګڼه ډېره ښه وځليده او په خلکو کې يې ځانګړى ځاى پيدا کړ. دا ځل يې د خلکو له غوښتنو سره سم خپل تېراژ نور هم لوړ کړ. د يادې مجلې د مسؤل په خبره، چې که چېرې دا مجله د خلکو د وړانديزونو په رڼا کې خپل فعاليت همداسې جاري وساتي، نو يقين دى، چې دا مجله به په ډېر لنډ وخت کې د افغانستان په کچه ښه مينه وال پيدا کړي.
د ولولې په دې تازه چاپ شوې ګڼه کې د سيمې او هېواد په کچه د مخکښو ليکوالو، شاعرانو، ژباړونکو او د نظر خاوندانو سياسي، ادبي او کلتوري ليکنې، ژباړې، شعرونه او نور مطالب خپاره شوې دي. ددې تر څنګ د بي بي سي له وتلي ژورنالېست او ليکوال ډاکټر داود جنبش سره هم ځانګړې مرکه شوې ده. پر دې سر بېره د فلمي ستورو پېژندنه، د دوى د ژوند په اړه معلومات او د دوى د هنري هڅو په اړه لنډې تبصرې خپرې شوې دي.
په ولوله مجله کې د سپورټ برخه نه يوازې له پامه نه ده غورځول شوې، بلکې ځانګړې توجه ورته شوې او په دې ګڼه کې هم د بېلابېلو سپورتي لوبو په باره کې معلومات راغلي دي، چې د لوستونکو تنده ماتوي. همدارنګه د جالبو معلوماتو، د ټيکنالوژۍ او نورو برخو کې لوستونکو ته په معيار برابر مطالب وړاندې کړې دي.
په دې ګڼه کې په اسلام کې د عبادت مفهوم، افغانستان او د سياسي اکثريت تشه، پرې شوى ګل، خوب، د پيغام معجزه، د حاتم طئ په لور سفانې د بشريت د استازي مهرباني، د سياسي پوهې نه شتون او سياسي ليکنې او نور په لسګونو عنوانه مطالب خپاره شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه مجله په منظم ډول د خوست په ګډون په پکتيا، لوګر، کابل، ننګرهار، کونړ او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې توضيع کېږي.