زابل دري پولیس مړه او شپږ ټپیان دی
جاويد احمد تنوير
چاودنه دسه شنبي په ورځ دزابل ولایت دارغنداب ولسوالۍ دسرخ سنګ په سیمه کی هله رامنځ ته شوه چی دنوموړي ولسوالۍ دامنیه قوماندان عبدالرحمان موټر دسړک غاړي پر ښخ شوی ماین برابر شو، دزابل مرستیال والي محمد جان رولیار دپیښی په تاید وایی په چاودنه کی دري پولیس وژل شوی او دامنیه قوماندان په ګډون شپږ کسه ټپیان دی ، ښاغلي رسولیار په ټپیانو کی ددریو پولیسو روغتیایی حالت داندیښنی وړ وبلي او زیاته یی کړه چی یاد کسان یی ددرملني په موخه دنړیوالو ځواکونو روغتون ته استولي ، کلیپ
ښاغلي رسولیاروایی دپیښي ورسته په سیمه کی پلټني پیل شوی خوتردا مهاله دپیښه سره په تړاو څوک ندي نیول شوی ، وسله والو طالبانو ددغه چاودني مسؤلیت منلي ددي ډلي ویاند قاري محمد یوسف احمدي وایی په چاودنه کی یی شپږ پولیس وژلی او موټریی ویجاړ کړي دی خو ددطالب ویاند دغه ادعا ددولتي چارواکو لخوا رد شوه ، په زابل کی دټاکنو په رانژدی کیدلو سره دوسله والوطالبانو چاودني هم زیاتي شوی خو دغه چاودني اکثره مهال پرملکي کسانو رامنځ ته کیږی څو ورځي وړاندی په مرکزقلات کی په دو بیلابیلو چاودنو کی نژدی ۱۱ ملکي کسان چی ښځي او ماشومان هم پکی شامل و ووژل شول او شپږ ټپیان شول