کور / هراړخیز / د افغانستان او آیرلنډ پایلوبه

د افغانستان او آیرلنډ پایلوبه

ډېر د شکر ځای دى چی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ نړیوال کپ سیالیو ته لارموندلی ده او دا یو څرګند حقیقت دی چی نړیوال جامونو ته لار موندنه په آسانی سره نه ترلاسه کېږي بلکې د لوبغاړو په اتفاق ، د لوبډلې ښه چمتووالی او کرکټ ادارې په ښه مدیریت سره ترلاسه کېږي.
د تېرو دوو اونیو په جریان کې په عربي اماراتو کې ګڼ شمېر هېوادونو د ۲۰۱۴ کال نړیول جام سیالیو ته د لارموندنې لپاره په دوو ګروپونو کې سیالی ترسره کړې چی د نړیوالو وړاندونې سره سم افغانستان او آیرلنډ یو ځل بیا پای لوبې ته ووتل خو لوبه د آیرلنډ په ګټه پای ته ورسېده
که څه هم د دې لوبې ګټل دومره اړین نه و ځکه افغان لوبډله وختي خپلې موخې ته رسېدلې ده او لوبو کې خو تل ګټه او بایله وي خو مونږ هم باید لا ښه لوبه کړې وای او که چېرې ځیر شو نو دغه لوبه په تخنیکي ډول داسې وه.
آیرلنډ سره چانس یاري وکړه ځکه دغې لوبډلې پچه وګټله او پخپله د ټوپ وهنې پرېکړه وکړه ځکه لوبځای (پیچ) د توپ وهنې لپاره ډېر سازګار و. که چېرې زمونږ لوبډلې هم پچه ګټلې وای نو مونږ به هم د دوه سوو په شاوخوا کې آیرلنډ ته هدف ټاکلی و. البته د آیرلنډ په شان اروپایي هېواد پر وړاندې عربي امارات زمونږ کور ده او دا زمونږ یو امتیاز وه خو دا چی نیپالیانو د آیرلنډ توپ وهونکو ملاتړ کاوه دا بیا بېله او جالبه خبره ده. لوبځای د توپ اچونکو سره هیڅ ډول مرسته نه کوله خو که چېرې زمونږ ټولو بالرانو لا په ښه لاین کې توپ اچونه کړې وايی نو د آیرلنډ منډې به ۲۰۰ ته محدود شوې وي.
د ۲۲۵ هدف ترلاسه کولو لپاره زمونږ لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ او یو وخت په شپږو اورونو کې زمونږ لوبډلې څه کم اتیا منډې جوړې کړې وې او له آیرلنډ څخه یې لار ورکه کړې وه خو له بده مرغه زمونږ توپ وهونکي د وخت په تېرېدو سره خپلې وکټې د لاسه ورکړې. زمونږ توپ وهونکي د آیرلنډ پر وړاندې ډېر احساساتي ښکارېدل او په هر توپ یې د شپږیزې هڅه کوله. زمونږ لوبډلې په ۲۰۱۲ کال نړیوالو لوبو کې د انګلستان پر وړاندې هم همداسې توپ وهنه کړې وه. کیدای شي د دوي په ذهن کې دا خبره هم ګرځېدلي وي چی ملت زمونږ دغه لوبه ګوري او آیرلنډ د ډېرو څلوریزو او شپږیزو په وهلو سره مونږ ته لوی هدف ټاکلی او مونږ هم باید آیرلنډي توپ اچونکي په شپږیزو او څلوریزو ترې خپل غچ واخلو او تر یوه حده همداسې هم شول. خو که چېرې زمونږ توپ اچونکو لږ له صبر څخه کار اخیستی وایی نو مونږ به لا ښه لوبه کړې وایی پدې مانا چی د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره به ۱۹۰ یا ۲۰۰ منډې جوړې کړې وايي. خو د دې لوبې پایله داسې شوه چی ګڼ شمېر توپونه پاتې وو او ټول لوبغاړي وسوځیدل.
افغان ملي لوبډله دوه هغه ښېګڼې چی د یادولو وړ دي هغه دا چی خپلې نیمګړتیاوې ژر په ګوته کوي او اصلاح کوي یې بل دا چی ليدونکي د دوي د تېزو لوبو کولو څخه ډېر خوند اخلي خو لوبه (توپ وهنه) باید دومره هم باید تیزه نه وي چی ښه لوبه ونشي او یا خدای مکړه د بایلې سره مخ شي. لکه تېزه لوبه شاهد آفریدی او د هندوستان سهواګ یې هم کوي خو د دوي ترمنځ ډېر توپیر ده. که لږ ځير شو نن صبا بنګلدیش لوبډله که څه هم ډېري لوبې بایلي خو ښه لوبه کوي (لږ توپیر سره یې بایلي).
یوه بله مسله د کرکټ د نشرولو او تبصره کونکو ده. آیا دا امکان به وي چی د افغانستان کرکټ بورډ د یو تلویزیوني چینل سره تړون لاسلیک کړي ترڅو دغه چینل د افغانستان او د نورو هېوادونو مهمې او جالبې لوبې نشر کړي؟ د ۳ سپورټ په نامه یو تلویزیوني چینل چی پخوا یې د کرکټ لوبې نشرولې نن سبا یې نه نشروي. کرکټ هم ډېر ليدونکي او مینه وال لري خو دا چی دوي یې نه نشروي دا به د دوي خپلې ناکامي وي ځکه د دې لوبو په نشرولو سره د دوي مالي ګټه هم ده خو دوي کیدای شي نه پوهېږي چی پینګ پانګ یا باسکټبال څوګ نه ګوري. ډېر لږ وګړي ډیش یا کېبل ته لاسرسی لري بل دا چی هغه تنکي ځوانان چی کرکټ سره مینه لري او دغه لوبې کوي وکولای شي د خپلې لوبډلې هره لوبه وګوري ترڅو خپل استعداد هم ورته مالوم شي او کیدای شي راتلونکي کې همدی حمید حسن او شهزاد شي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سبا په نړیوالو لوبو کې لوبيږي او د نړیوالو لوبو مبصرين نه یوازې مسلکي دي بلکې د کرکټ پوره کارپوهان هم دي نو پکار ده چی د یو څو شېبو لپاره د لوبغالي تبصرې هم نشر شي. زمونږ د تلویزیوني چینلونو کارکونکي هم نیمګړي ښکاري هغوي به ښه ژورنالستان وي خو دا پدې مانا نده چی هغوي به د کرکټ ښه مبصرین هم وي. هیله ده چی زمونږ مبصرين خپلی تبصرې لا علمي کړي.
د پاکستان څخه د لوبې نه وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به بنګلدیش کی ۲۰۱۴ کال نړیوال جام کی ولوبېږي. پدغه نړیوال ټورنامنټ کی د افغانستان د لوبډلی پرمختګ امکان هم ډیر دي او مونږ به ورته خپلی دعاګانی کوو چی زمونږ لوبډله خپله لومړنی لوبه د بنګلدیش څخه او همداشان نوری لوبی هم وګټي.