کور / اسلامي / د يوه ځوان پوښتنه د يوه شيخ څخه

د يوه ځوان پوښتنه د يوه شيخ څخه

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (د يوه ځوان پوښتني د يوه شيخ څخه)
ليکوال او ترتيب : ډاکټر نثار احمد صمد
ماخذ: د ليکوال داخلاقي کنايو ناچاپ اثر ( دوهم ټوک)
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : د عبرت څخه ډکي کيسې (يوولسمه برخه) پر له پسې دوولسمه برخه

حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله
یو ځوان کوم اوڅار شیخ ته ورغی او داسی ئې ورته وویل : په ژوند کي مي درې قلفونه پیدا کړي دي او ستا څخه ئې کیلۍ غواړم . شیخ ورته وویل : چي دا کوم قلفونه دي ؟
ځوان ورته وویل :
لومړنی قلف (قفل) دا دئ چي غواړم یو ښه واده وکړم ؛
دوهم قلف (قفل) دا دئ چي غواړم کار مي ښه برکت پیدا کړي؛
درېیم قلف (قفل) دا دئ چي غواړم عاقبت می سم او ښه سي .

شیخ په نرمه لهجه ورته وویل چي :

د لومړني قلف له پاره کیلي دا ده چي لمونځ پر خپل وخت کوه ؛

د دوهم قلف له پاره کیلي دا ده چي لمونځ پر خپل وخت کوه ؛

د درېیم قلف له پاره کیلي دا ده چي لمونځ پر خپل وخت کوه .

ځوان عرض وکړ چی آیا دا درې واړه قلفونه په همدې یوه کیلي خلاصېږي؟
شیخ جواب ورکړ چي پر خپل وخت باندي د لمانځه ادا کول د ټولو کامیابیو اساس یعنی « شاه کلید » دئ .