کور / z_buitenland_news -- 5 / د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشرف محاکمه غواړي

د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشرف محاکمه غواړي

د پاکستان د خلکو ګوند چي همدا اوس  يو  واکمن ګوند دئ  غواړي چې د پاکستان  جمهور رئيس پرويز مشرف د هيواد سره د خيانت په تور تر څارني ﻻندي راولي او بيا  يې محاکمه کړي  . 


د فرانسې خبري آژانس د خلکو د ګوند د وياند فرحت الله بابار له قوله وايي چي مشرف دپاکستان اساسي قانون نقض کړی دئ او هغه نه يوازي داچي  محکمې ته  بايدراوغوښتل سي بلکه د خيانت په تور محاکمه هم بايد سي . دغه وياند زياتوي چي د پاکستان سياسي مشکيلات تر هغو چي مشرف  پر قدرت باندي وي، همداسي به دوام ولري  .


د فرانسې خبري آژانس وايي چې په پاکستان کي د وطن په وړاندي د خيانت جزاء اعدام دئ .



د پاکستان  دخلکو د ګوند وياند پداسي وخت کي و محکمې ته د مشرف دراغوښتولو او دهغه د محاکمې خبره را پورته کوي چي دپاکستان جمهور رئيس تازه اعلان کړی وو چي دزياتو فشارو سره سره به پر خپل مقام باندي پاتي اوسي .