د کارېز اوبه
لنډه کیسه
د پولیسو موټر د روغتون په مخ کې ودرېد، یوه پولیس د عاجل خونې دروازه خلاصه کړه، ویې ویل:
ــ عاجل ناروغ دی، څه وکړو؟
ډاکټر مخ ور واړاوه، د ننه یې راولی!
شېبه وروسته یې ناروغ په چپرکټ اوږد وغځاوه، ډاکټر په ځیر ځیر سر تر پښو ورته وکتل، د ناروغ د خولې په یوه خوا کې یې سپین ځګونه تر سترګو شول، پولیس ته یې مخ ور واړاوه، ورته ویې ویل:
ــ په ناروغ کې د سمومیت نښې ښکاري.
پولیس د ناروغ خواته ور نیږدې شو، ډاکټر ته یې وویل: نه پوهېږم، کېدای شي ستا خبره سمه وي، موږ درنه ځو، نور ستاسې مسؤلیت دی.
ډاکټر د ناروغ په زړه لاس کېښود، پولیس ته یې مخ ور واړاوه، ورته ویې ویل:
ــ موږ به خپله هڅه وکړو، خدای مهربان دی، تاسې اندېښنه مه کوﺉ.
پولیس له دروازې څخه بېرته را وګرځېد، له جېب څخه یې یو کاغذ را و ایست، ډاکټر ته یې ونیو، ورته ویې ویل:
ــ هه دا واخله، کله چې ناروغ په خود کې شو، په همدې شمېره راته زنګ ووهه، هېڅوک حق نه لري چې له موږ مخکې خبرې ورسره وکړي.
له همدې سره پولیس له عاجلې خونې څخه ووت.
دوه نیم ساعته وروسته د پولیس په جېب کې مبایل وشرنګېد، سترګو ته یې ونیو، ناپېژانده شمېره وه، مبایل یې غوږ ته نیږدې کړ.
ــ اورم، امر وکړﺉ، څه وخت؟ ښه سمه ده، زه همدا اوس درځم.
له همدې سره یې مبایل په جېب کې واچاوه او بهر ته ووت.
څو شېبې وروسته پولیس عاجلې خونې ته ور ننوت، له ډاکټر سره له ستړي مشي وروسته یې د ناروغ په خوا سترګې ور واړولې، د مخابرې آنتن یې د ناروغ پر مخ کېښود، ورته ویې ویل:
ــ ځوانه څنګه یې؟
ــ ناروغ سترګې ور پورته کړې، سر مې راباندې دروند دی، زړه مې هم بد بد کېږي، نور ښه یم.
پولیس د ډاکټر په مرسته ناروغ په چپرکټ کې را کېناوه، د ی یې هم تر څنګ کېناست، په ورانه یې لاس ور کېښود، ورته ویې ویل:
ــ کولای شې د پېښې کیسه راته وکړې؟ چې څه درباندې شوي، که کومه خبره رانه پټه نه کړې، کېدای شي مرسته درسره وکړو.
ــ ناروغ په دواړو لاسونو یوځل خپل تندی ټینګ ونیو، په خبرو شو:
ــ آمر صیب! څه مې چې په یاد دي، ټول به درته ووایم، خو د خدای لپاره مرسته راسره وکړﺉ، مسافر یم، ټوله شتمني مې همدا وه.
ــ پولیس په خپل لاس سره په ورو د ناروغ پښې ته ټکان ورکړ، کیسه راته وکړه! زه هم له همدې امله پوښتنه درنه کوم.
ــ ناروغ وویل: په کور کې یوه سپین سرې مور لرم، مېرمن او دوه زامن مې هغې ته پرېښودل، ورته ومې ویل چې دلته هسې هم کارونه نشته، زه به د یوڅه وخت لپاره غزني ته لاړ شم، ګوندې وي چې یوڅه غریبي راته جوړه شي.
مور مې هم راسره ومنله، څو ورځې مې کار وکړ، ښې وې، دومره راته جوړې شوې، چې خرڅ، خوراک او د موټر عوارض مې پرې ونیول.
ــ پولیس د مخابرې آواز بند کړ، ناروغ ته یې وویل: ښه نو بیا څه وشول؟
ــ ناروغ خبرې اوږدې کړې، نن سهار یوه دوکاندار چې زموږ له نیږدې دوستانو څخه دی راته زنګ وواهه، چې راشه دلته دوه کسان دي، خاوره یې په کار ده، که ورسره جوړ شې.
خوشاله شوم، له دوکاندار څخه مې مننه وکړه، په بیړه یې دوکان ته ورغلم، له ناستو کسانو سره مې ستړي مشي وکړل، پاکې جامې یې اغوستې وې، بډایه ښکارېدل، زړه مې ښه شو، چې ګوندې یوڅه غریبي راته جوړه شي.
ناروغ وټوخېد، غاړه یې تازه کړه او په خبرو شو، هغوی دوه تنه وو، د خاورې د راوړلو خبره مې ورسره وکړه، آدرس یې راکړ، له یوه کلي نه لږ ور اخوا په شاړه ځمکه کې یوه نوې کلا وه، ویل یې خاوره به هلته راوړې، همدا نن یې باید شروع کړې، موږ هملته درته انتظار یو.
دوی ته مې وویل: هسې نه چې خاوره در وړم او تاسې هلته نه وی، زه خو وایم چې مخکې له مخکې یو څه پیسې راکړی ښه به وي، ځکه زه به بیا تاسې په کوم ځای کې لټوم.
دواړو راته وخندل، که پیسې درکړو او خاوره هم رانه وړې، نو بیا به تا په کوم ځای کې پیدا کوو؟
ورته ومې ویل: زه د ورکې نه یم، که بیا هم ورک شم، نو دا دوکان خو شته دی، دا خو نه ورکېږي.
زما له دې خبرې سره سم یې له جېبه درې زره کلدارې را و ایستې، راته ویې ویل: هه اوس دا واخله بیا به په اخر کې حساب کوو.
پیسې مې جیب ته کړې، دوی دواړه له دوکانه ووتل: د دوکان په مخ کې یې سور رنګه نوی کورولا موټر درولی و، پکې سواره شول، شیشه یې ټیټه کړه، راته ویې ویل: لږ بیړه کوه، موږ هملته درته ناست یو.
دوکاندار ته مې وویل: دا خلک څوک وو؟ پېژنې یې؟
ــ دوکاندار راته وویل: نه څه یې پېژنم، همداسې تصادفي راغلل او ویې ویل چې داسې یوڅوک مو په کار دي، چې موټر ولري او موږ ته یوڅه خاوره راوړي، له جامو خو ښه خلک ښکاري، کېدای شي ښه ډېر کار ولري.
دوکاندار ته مې وویل: هو خدای مهربان دی.
خدای پاماني مې ترې واخیسته او له دوکانه ووتم، د خپل موټر په خوا ورغلم.
لومړی موټر خاوره مې په ډاډه زړه ور وړه، کلا ته ور ورسېدم، دروازه یې نه وه پکې اېښې، موټر مې ور ننه ویست، په دوی مې سترګې ولګېدې، دواړه د کلا د دېواله سیوري ته ناست وو، د لاس په اشاره یې د ځان په خوا ور وغوښتم، زه هم له موټره ښکته شوم، ګرمي وه دسمال مې راواخیست او د مخ خولې مې پرې وچې کړې، د دوی په خوا ورغلم، د دواړو په لاسونو کې د معدني اوبو بوتل وو، ستړي مشي مو وکړل، ډېر تږی وم اوبو ته مې زړه وشو، مخکې له دې چې زه اوبه ترې وغواړم، یوه یې راته وویل: که تږی وې چې اوبه درته را واخلم.
ورته ومې ویل: نیکي او پوښتنه؟
په بیړه جګ شو، د خپل موټر په خوا ورغی، یو لوی د معدني اوبو بوتل یې را وخیست، راته ویې ویل: وبښه چې معدني اوبه نورې نه دي پاتې، خو خیر دی دا هم یخې او تازه دي، همدا اوس مو له هغه پورې کاریز نه راډک کړ. مننه مې ترې وکړه.
پولیس له چپرکټ نه ښکته شو، ناروغ غاړه تازه کړه، ویې ویل: ډېر تږی وم، د اوبو بوتل مې په سر واړاوه، په یوه دمه مې تر نیمایي بوتل زیاتې اوبه وڅښې.
یوه یې د لاس په اشاره راته وویل: خاوره به په هغه مخا مخ کونج کې واچوې، ګرمي ده ستړی شوی به هم یې، راځه یو څو دقیقې دمه جوړه کړه، بیا به لږ وروسته موټر خالي کړې، اوس خو دې ځای ولید، په موږ دې هم باور وشو، چې د ورکې خلک نه یو.
په همدې خبرو خبرو کې یې له جیبه دوه زره کلدارې نورې هم را و ایستې او رایې کړې، چې بیا به یې وروسته حساب کړو.
د دوی دا وروستیو خبرو مې په غوږو کې انګازې پیدا کړې، نور په ځان پوه نه شوم، خو یو وخت مې سترګې را پورته کړې، نه دوی وو او نه زما موټر، یوازې یو موټر خاورهملته پرته وه، دومره مې په یاد دي، چې په لوېدو لوېدو مې ځان تر سړک را ورساوه، نور په ځان نه یم پوه شوی، چې تر دې ځایه چا راوړی یم.