ترافيکي پېښو ٩ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

عطاالله محمدي | دسمبر 5th, 2013


دمیدان وردګو ولایت په نرخ او سیداباد ولسوالیو کې تېره ورځ ناوخته د دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو په ترڅ کې د یوې میرمنې به ګډون دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول.
تېره مازیګر ناوخته د سیداباد ولسوالۍ په سي،سي سیمه کې د اهل هنودو هغه کرولا موټر چې له غزني ولایت څخه کابل ولایت ته یې دوی رانتقال کول،د یوه هایلکس موټر سره وجنګیده،چې له امله د کرولا موټر چلوونکی او یوه میرمن مړه او درې نور ټپيان شول،چې مړه او ټپیان ټول اهل هنود دي .
د یادې پېښې ټپیان چې ډېر د اندېښنې وړ ندي،د درملنې په موخه د یادې ولسوالۍ روغتون لیږدول شوي او د هایلکس موتر چلوونکی هم د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په غلو غنډۍ سیمه کې یوې سراچې موټر د چپه کېدو له امله چې له غزني ولایت څخه کابل ولایت ته یې مسافر لیږدول،دوه تنه ټپیان شول،چې د درملنې په موخه د میدان ښار روغتون ته رالیږدول شوي،چې د یوه تن روغتیایي وضعه هم د ډاډ وړ نده.
د یاد موټر د چپه کېدو لامل د موټر چلوونکي ګړندۍ تګ په ګوته شوی دی

Copyright Larawbar 2007-2024