کور / هراړخیز / د نورو د لاس محتاج

د نورو د لاس محتاج

د ټولنې ټول وګړي يو شان حقوق لري ، او بايد يو تر بله هر قشر ته متقابل احترم په ټولنه کې شتون ولري. معلولين په دې ټولنه کې هغه قشر بلل کيږي،چې کمزوري او پرديو لاسونو ته محتاج خلک بلل کيږي، خو په دې سربيره يې نن په ټولنه کې حقوق پيمال او تر پښو لاندې کيږي.
پرون ورځ په ټوله نړۍ کې د معلولينو د ورځې په نوم نومول شوې ده، په خوست ولايت کې هم د معلولينو د حقونو د ملاتړ نړيواله ورځ ولمانځل شوه.
ددې ولايت والي عبدالجبار نعيمي د معلولينو د نړيوالې ورځې د لمانځلو پر وخت معلولين هغه څوک ياد کړل، چې په دوى باندې، بايد رحم وشي ،تشويق او مرستې ورسره وشي، تر څو دوى هم په دې ټولنه کې د نورو روغو کسانو په شان ژوند وکړي او په ځان کې دا تشه احساس نه کړي، چې زما د بدن غړي نه شته او زه نه شم کولى، چې د ټولنې په روغو کسانو پسې ورسيږم.
نعيمي وويل دغه ډول همدردي او مرستې زموږ د ټولنې اسلامي ، اخلاقي او بشري واجيبه ده څو ورسره په هره برخه کې لاس نيوى وکړو.
هغه په خپلو خبرو کې وويل موږ د معلولينو سره مرستې کړې دي، او دوى ته مو په بېلا بېلو برخو کې د زده کړو او کارکولو زمينې برابرې کړې دي، ترڅو دوى کسب او کار زده کړي او د ټولنې له روغو کسانو په کتار کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
خوست والي ددې يادونه وکړه، چې په هېواد کې مو دا مهال هم زيات شمېر معيوبين شتون لري ، دوى هم په زياتو اقتصادي ستونزو کې ژوند تيره وي، خو زموږ په ټولنه کې اوس هم د ماينونو ايښودلو د ځمکو، او شخړو پر سر د ټولنې زيات شمير کسان مړه او معيوب کيږي، نور بايد خپل منځي غيرې ساليم رقابتونه ، يو دبل شخړې ، توربورګانۍ ددې ټولنې پر زده کړو سمبال کسان له منځه يوسي،څو نور مو د ټولنې خلک له دې وژغورل شي، چې په خپله، خپل ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي.
په هېواد کې د ځينو څيړنو له مخې د(٧ )څخه تر(٨ )مېليونو هم زيات شمېر کسان د جګړو له امله معيوب شوې دي که چيرې د دقيقې سروې له مخې په هېواد کې په سم ډول سره څيړنه وشي کيداى شي دغه شميره له دې هم لوړه او تر (١٠) مېليونو څخه هم دغه شمېره واوړي، دغه ټول معیوب کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي، بدني، ټولنیز ، اقتصادي او له دوی سره د چلند خنډونه دوی نه پرېږدي، چې په ټولنه کې د برابر غړي په توګه پوره او اغېزمنه ونډه واخلي، او خپل ژوند پر مخ بوزي، اوس هم په هېواد کې په رڼا ورځ د معلولينو حقوق تر پښو لاندې کيږي او هغه حقوق چې قانون ورکړې دي ، هغه هم دوى نه دي تر لاسه کړې.
د بشر حقونو کمېسون غړي بايد په هر ولايت کې په دقيق ډول سره څيړنې وکړي هغه معلولين، چې تر دې مهاله په بېلا بېلو برخو کې ستونزې لري او يايې دولت په خپل وخت حقوق نه ورکوي، بايد ددې کميسيون د چارواکو پر مټ دوى خپل حقوق تر لاسه او د ټولنې د نورو کسانو په شان دوى هم دلته ديو منظم ژوند څخه برخمن شي.