داکادیمیسن کاندید محمد ابراهیم عطايي پراثرتنقید

جان محمد مهربان | دسمبر 11th, 2013


ایا تاریخ بې له تعصبه لیکل کېدای سي؟ ددې سوال جواب (اکثره وخت نه) یا (Usually not) دئ. داکادیمیسن کاندید محمد ابراهیم عطايي (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، دمیوند خپرونديي ټولني د ۱۳۸۲ چاپ) اثر هم ددغه پورته سوال څخه نه سي ژغورل کېدای. د مرحوم عطايي صاحب اثر چي څوک په ځیر سره لولي نو پرځینو داسي جملو پېښیږي چي یا خو هغه دتاریخ لیکني له اصولو سره سر نه خوري او یا ئې جملې نیمګړي وي. تاریخ پوهان حقایق ټولوي او څېړي ځکه چي تاریخ دحقایقو سره کار لري. که تاریخ پوه ته اوسمهال حقایق په لاس نه ورځي، حقایق نیمګړي او یا په عقایدو اوښتي وي، نو باید حقایق او عقاید سره بیل کړي چي واقیعتونو ځني تر لاسه کړي او که دامکان ونه لري نو خپله څېړنه دي بل مهال ته وځنډوي. دمرحوم عطايي صاحب په اثر کښي دداسي ډېرو څه سره مخ کیږي چي هغه دتاریخ لیکني له اصولو سره په ټکر کښي دي. ما (ج. م. مهربان) دعطايي صاحب اثر څو وار لوستلی دئ، ځیني سوالونو او شکونو راته پکښي پیدا سوي دي چي هغه مي لاندي دلوستوونکو سره شریک کړي دي:
عطايي صاحب دخپل پورته یاد سوي اثر په ۱۵ مخ کښي داسي وايي: (ذولفقارخان دکشر ورور احمد خان سره کندهار ته ولاړ او هلته شاحسین هوتک بندیان کړل او کله چې افشار نادر کندهار فتح کړ، نو عبدالغنی خان الکوزی دا دواړه ورونه له زندان را ویستل او افشار نادر ته یې وسپارل.)
دتاریخ لیکني له اصولو سره سم، عطايي صاحب باید د(ولي او څنګه) سوالونه هم په پورته اوهم په لاندي پارګراف جواب کړي واي، ددې سره-سره تاریخ پوه باید خپل داثر لوستوونکي (audience) او چاپیریال په نظر کښي ونیسي، پیښي باید په عیني ډول (objectively) وڅېړي. دعطايي صاحب په وینا شا حسین هوتک، احمدشابابا چي لا ځوان ؤ او دهغه ورورئې بندیان کړي ول او بیا عبدالغنی خان الکوزی دا دواړه ورونه له زندانه وایستل او افشار نادر ته ئې وسپارل مګر نه ئې د ( ولي او څنګه) سوال ته جواب ویلی او نه ئې دلته کوم ماخذ ښودلی دئ چي څوک دزیاتو معلوماتو له پاره پسي وګرځي چي شاه حسین هوتک او عبدالغني خان الکوزي نو ولي داسي کار کړی دئ. څرنګه چي ئې دلته نه ماخذ ورکړی او نه ئې د (ولي او څنګه) سوالونه جواب کړي دي، نوزه پردې پېښه پوره باور نه سم کولای.
مرحوم عطايي صاحب دکتاب په ۱۲۹ مخ کښي، د امیر عبدالرحمان خان په اړه وايي چي: (…۲۱ کاله نو لکه دتورو څرخ داولس پر سر وڅرخیدی…… ده دفهم او پوهې خاوندان یا دوطن څخه فراره کړل یا یې په زندانونو کې وغورځول او په خپله ۲۱ کلنی کې يې یو ښوونځی هم تآسیس نه کړ.)دایو واقعیت دئ چي امیر عبدالرحمان یو مستبد پاچا ؤ مګر تاریخ پوه باید دهغه دمستبدوالي عوامل هم وڅېړي. عطايي صاحب باید په پورته پارګراف کښي روښانه کړې وای چي ایاامیرعبدالرحمان دعام و خاص او که دیوڅو محدودو کسانو پر سرونو لکه دتورو څرخ وڅرخېدئ؟ ایاامیر عبدالرحمان خان هر دپوهي او فهم خاوند له وطنه فرار کړ او که هغه کسان چي دنورو ممالکو سره ئې پټي اړیکي درلودې، یا ئې ده( امیر عبدالرحمان) ته ستونزي جوړولې، کاروانونه ئې لوټول او له ځانونو څخه ئې دامیر عبدالرحمان خان په اصطلاح کوچني- کوچني خدایان جوړکړي ول. دامیر عبدالرحمان خان ښه صفتونه هم نه سو هېرولای، دده دواکمنۍ پرمهال افغانستان ددو سترو ځواکونو(روسیه او برتانیه) ترمنځ پروت ؤ خو ده وکولای سوای چي بیا هم د ۲۱ کالو له پاره ددولت واک وساتي چي دا دده دپوهي یوه څرګنده نحښه ده په داسي حال کښي چي عطايي صاحب په ۱۲۹ مخ کښي لیکلي دي چي هم خپله بې سواده ؤ او هم ئې دپوهي خلګ نه خوښېدل.
مرحوم عطايي صاحب دډاکټر نجیب الله په اړه دخپل اثرپه ۳۵۱- ۳۵۲ صفحو کښي لیکلي دي چي: (… نجیب دبنین سیوان سره تر کتنو وروسته پخپله په لوی لاس دافغانستان اردو دړې وړې کړه، ده دافسرانو په یوه لویه غونډه کې چې وزیر دفاع هم حاضر ؤ یوه ډېره خرابه وینا وکړه وروسته يې دوزیردفاع سره په غیږاو دافسرانو سره دلاس پورته کولو په وسیله خدای په امانی وکړه او اردو ته يې پیغام صادر کړ چې زه ولاړم داستاسي کار دی چي وطن څرنګه ساتئ. دا پیغام وطن دملي خیانت په منزلت کې یو کار ؤ)
په دغه پارګراف کښي بیا دده خپل احساسات ور ګډ سوي دي. اویا په بله اصطلاح، دغه پورته پارګراف دذهنیت (Subjectivity) پراساس لیکلی سوی دئ چي په څېړونو په خاصه توګه په تاریخ لیکنه کښي ارزښت نه لري. دتاریخ لیکني له میتودونو سره سم، باید دپورته غونډي موقیعت او نېټه لیکل سوې وای خودده په اثر کښي نه ده لیکل سوې، ددغسي مهمي تاریخي پیښي دتاید و رد او زیاتو معلوماتو له پاره دصفحې په پای کښي لمن لیک او ماخذ باید ورکولای سوی وای، خو نه دی ورکول سوی. عطايي صاحب لیکلي چي ډاکټر نجیب ډېره خرابه وینا وکړه، مګر دوینا متن ئې هم دلته نه دئ رانقل کړی چي خلګ ورباندي قضاوت وکړي. ورپسې لیکي چي (اردو ته يې پیغام صادر کړ چې زه ولاړم داستاسي کار دئ چي وطن څرنګه ساتئ. دا پیغام وطن دملي خیانت په منزلت کې یو کار ؤ) دا پیغام وطن ته دملي خیانت په منزلت کښي یو کار نه ؤ بلکي دااردو او ولس ته اخطار ؤ چي ور ئې کړ او حالاتو عملاً راوښودل چي دډاکټر صاحب نجیب وروسته نه داچي دافغانستان اردو ټوکر-ټوکر سو بلکي ټول مملکت لا تراوسه په وینو کښي لامبي. عطايي صاحب په خپله هم دډاکټر صاحب نجیب څخه وروسته حالت په خپلو سترګو لیدلي دي مګر بیا هم دغسي څه ئې لیکلي دي چي هغه دده دمشاهدې سره ټکر کوي.
مرحوم عطايي صاحب دخپل اثر په ۳۸۳ مخ کښي لیکلی دي چي: (ربانی به پر پرزه خلګو[قوماندانو] ته پیسې ورکولې. یو ظریف لیکوال لیکلی دي چې ربانی ترپایه له پرزې څخه حوالې ته ونه رسید.) دلته سوال پیدا کیږي چي دغه ظریف لیکوال نو څوک دئ؟ او دائې چیري لیکلي دي چي سړی دماخذ او زیاتو معلوماتو له پاره رجوع ورته وکړي. دطالبانو امارت چي لا تاریخي سو نه ؤ، عطايي صاحب ئې په اړه داسي لیکلي دي: (ماته زیاتره دوستانو سپارښت کاوه چي تردغه فصل تیر شم، ځکه لیکنه يې سخته ده که يې دازاد قضاوت په روحیه ولیکی، نو ښايی تکالیف درته پیښ شی، که ترحساسو ټکو تیرشې نو دمحافظه کار اوکتمان کوونکی حکم به درباندې وشی، زه هم دغو ټکو ته متوجه وم، ولې څرنګه چې دطالبانو تحریک یوه ډیره غټه واقعه او یوه نوی پدیده ده او ښايي په راتلونکی تاریخ کې به مهم ځای ولری، نو نن چې زه پخپله پرپیښو دحاضر او ناضر په موقف کې یم دغه ملومات چې دلته به يې وړاندي کړم خاص ارزښت لری، که څه هم تاریخ شوی نه دی او دشرایطو ایجاب هم اجازه نه راکوی چې دټولنپوهنې له نظره پر وږغیږم بناً هغه څه چي دلته راوړم هغه پخپله دطالبانو دمنابعو څخه اقتباس شوی دی او زما نظر هیڅ نه دی پکښې منعکس شوی او نه يې هم مسولیت اخلم.) دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ۳۸۵-۳۸۶
عطايي صاحب په دې پوه ؤ چي دطالبانو دولت لا تاریخي چوکاټ ته نه دئ رسېدلی مګر بیا وايي هغه څه چي ئې لیکلی دي هغه ئې پخپله دطالبانو له منابعو څخه اقتباس کړي دي او په وینا ئې دده نظر هیڅ پکښې منعکس سوی نه دئ. که څوک دطالبانو یا بل دولت له منابعو څخه اقتباس کوي، نو هغوی خو خپل په تاوان څه نه لیکي، نو به لوستوونکي او دتاریخ استادان عدلانه قضاوت څنګه کوي؟ ددغه پراګراف په پای کښي وايي چي (زما نظر هیڅ نه دی پکښې منعکس شوی) ددغه جملې څخه دده دکتاب لوستوونکی داسي مفهوم اخلي چي دکتاب په نورو برخوکښي نو دده نظر منعکس سوی دئ، په داسي حال کښي چي دڅېړني داُصولو له مخي (Opinion has no value in research) نظر په څېړنه کښي هیڅ ارزښت نه لري. مثلاً یو څوک بېله څېړني داسي نه سي ویلای چي زما په نظر دسقاو زوی یوښه یا بد شخصیت ؤ، دڅېړونکي په صفت باید په حقایقو او واقعیتونو (Facts and Reality) پسي وګرځي نه داچي خپل ذهینت ور ګډ کړي.
دطالبانو دفصل(دوه ویشتم فصل) په دوام ئې ورپسي دستي د طالبانو معرفت (طالبان څوک دي؟)، د(دطالبانوهدفونه) بیان کړي دي. دغه دطالبانو فصل ئې (دطالبانو دنظام داجتماعي کړه وړو) تر عنوان لاندي پای ته رسولی دئ چي ډېري داسي معلومات پکښي سته چي هغه دنورو منابع څخه اخیستل سوي دي نه داچي دطالبانو له منابعو څخه اقتباس سوي دي.
دکتاب په ۳۸۷ صفحه کښي داسي لیکي: (… ددغو تنظیمونو څخه ملانقیب قول اردو، ګل آغا ولایت، او نور هر یوه امیر لالی، استاد عبدالحلیم( دایو موټروان ؤ او په کندهار کې دریور ته هم استاد وايي) دکندهار اختیار واخیست او دحزب اسلامي څخه سرکاتب عطا محمد بالنسبه لوټماری نه کوله، نور نو هر یوه حتی دښار په منځ کې پاټکونه درلودل او پر لویو لارو يې پاټکونه تړلي وه چي نه سپور نه پیاده نه موټر او نه خر ورڅخه تیریدای شوای، پیسې غوښتلې ښکنځل يې کول او حتی وهل یې کول.داټوله چرسیان او لواطت کاران وو ا ودخلګو زامن يې په زور پوستو ته بیول وروسته حتی خبره دې حد ته ورسیده چي دخان محمد قوماندان په نامه پر هلک نکاح وتړله ا وهغه يې په ګلپوش موټر کې کښینوی او دشا له خوا چې داوږه يی راکټ ډزي کیدلی او په یوه ثانیه کې دکلاشینکوف په زرو مرمۍ فیر کېدلی، په ښار کې وګرځول سو.دې فضیحت ټول ښار ذهیر کړ، ډېرو خلګو خپل زامن له ښاره نورو ځایو کابل او کویټی ته واستول)
تاریخ پوه په احتیاط سره پیښي اودنورو خلګو نظریات څېړي.( دغه ټول لواطت کاران ول) دشریعت له اصولوسره هم سر نه خوري. زموږ دین موږ ته اجازه نه راکوي چي پر بل چا بې ځایه تور ولګوو بېله دي چي یوکس مو پریو بد کار لیدلي وي او یا پر هغه شاهدان ولرو. دپورته پاراګراف د رد له پاره به په انګلیسي ژبه دغه لنډ باوري او قوي دتاریخ لیکني اصول دلوستوونکو مخ ته کښېږدم.
(Avoid being selective; be open to whatever discoveries you may find when acquiring evidence; don’t pass up an argument simply because it does not follow your previous ideas. The goal of a historian should be to tell, ostensibly, what happened objectively. Objectivity, therefore, is of paramount importance when considering evidence. Where? Where did it occur? What groups of people were involved and where did they reside?
مرحوم عطايي صاحب باید دپورته پیښي چي دخان محمد او دهلک نکاح ئې یاده کړي او ما ئې پرخاصو الفاظو تاکید کړی دئ، موقیعت، وخت، تاریخ ښودلی وای او دائې ویلي وای چي دونو(دومره)خلګو دغه پېښه ولیدل، دغه یا هغه ګروپ خلګ پکښي مدخل ول، دقیق او درست ماخذ ئې باید ورکړی وای اویا ئې لیکلی وای چي دغه پورته پېښه ده په خپلو سترګو لیدلې ده او یا یوه اوازه وه چي ده اورېدلې ده. مرحوم عطايي صاحب دپورته پارګراف په اخیر کښي لیکي چي خلګو خپل زامن کابل او کوټي ته واستول مګر دکتاب دپورته پارګراف (دتحریک پیل) ترسرلیک لاندي دکابل په اړه ئې لیکلي دي چي (جمعیت، حزب، محاذ،جبهه نجات، اتحاد او حتی دشیعه محسنی حرکت هر یوه ددولت په نامه [پر] یوه اداره خیټې واچولی، لومړی يې هغ چور کړه ورسته يې دخپل داړ او تاړاک سنګر ورڅخه جوړکړ.)
چي په کابل کښي حالت تر کندهار زیات خراب ؤ، نو خلګو خپل زامن ولي کابل ته استول؟! اوس بیرته دغه خبري ته راګرځم چي عطايي صاحب په خپل اثر کښي لیکلي دي چي (…حتی خبره دې حد ته ورسیده چي دخان محمد قوماندان په نامه پر هلک نکاح وتړله ا وهغه يې په ګلپوش موټر کې کښینوی او دشا له خوا چې داوږه يی راکټ ډزي کیدلی او په یوه ثانیه کې دکلاشینکوف په زرو مرمۍ فیر کېدلی، په ښار کې وګرځول سو)
عطايي صاحب ددغي پورته پیښي په اړه هیڅ ماخذ نه دئ ورکړی. ما (مهربان) ددغي پښي اوازه په خپله اورېدلې ده خو لیدلې مي نه ده. راځئ چي ددغي پیښي د رد او تائید په اړه دکندهاردداسي یو کس خبري واورو چي هغه ددغي پيښي په اړه پوره معلومات لري:
«زه په دې واده کي ناست وم. ددغه واده وریجي مي لا خوړلي دي، مګر خبره داسي نه ده لکه خلګو چي پسي جوړه کړې ده. خلګو چي اوازه ګډه کړې ده چي خان محمد پرهلک باندي نکاح تړلې ده، دغه هلک مختار نومېدئ او دخان محمد موټروان ؤ. دی را ولاړ سوی ؤ دیوې نجلۍ سره چي دیو صاحب منصب لور وه،لاره جوړه کړې وه. مختار به ددغي نجلۍ پلار چي صاحب منصب ؤ، ترفرقې پوري په موټر کي وړئ او بیرته دخان محمد تر کوره راوړئ. کمیس کریم په دې خبره خبر سو چي دخان محمد موټروان دصاحب منصب پر لور عاشق سوی دئ نو باره ئې دغه هلک یا موټراون بندی کئ. ورسته خان محمد په دې موضوع پسي خبر سو، باره ئې کمیس کریم ته حال ور واستوئ چي هلک دي ولي بندي کړی دئ؟ کمیس کریم ورته ویل چي دی ددغه صاحب مصنب پر لور مین سوی دئ. خان محمد ورته ویل چي ستا ئې په څه؟ ژر موټروان را ایله که. کمیس کریم باره موټروان ورایله کئ خو یوڅه لت ئې ورکړی ؤ. خان محمد دنجلۍ پلار را وغوښت اوټوله قصه ئې ورته وکړه، باره ئې ورته ویل چي اوس نو ستا خوښه ده چي لور په نکاح ورکوې که یا. نو هغه صاحب منصب هم خپله لور په نکاح ورکړه. یو څو عمر بعده ئې واده سو، په واده کي ددغه مختار یو انډیوال ؤ چي عبدلله نومېدئ، هغه مسخر پر وکړه، ورته ویل ئې چي مختاره زویه نن ښه ډېر ډوډۍ وخوره، ماښام خان محمد بیا پر تا نکاح تړي، مختار ورته ویل چي داخبري مه کوه، سبا به ریشتیا سوې وي، بیا ولاکه ځان خلاص کم. دواده ډوډۍ موږ وخوړل،کورو ته ولاړو، سهار په ښار کي اوازه ګډه سوه چي خان محمد پر هلک نکاح تړلې ده، هفته لا نه وه تېرې سوه چي دیو راډیو څخه مي وارېدل چي په کندهار کي یو جهادي قوماندان پر هلک نکاح تړلې ده. زما هغه ساحنه جګه سترګو ته ودرېدل چي خان محمد خو دمختار نکاح دهغه صاحب منصب دلور سره ور وتړل، کې نه منئ ورسئ تر اوسه هغه نجلۍ دغه مختار ته ناسته ده» ګل محمد هوتکي، شخصي مکاتبه، قوس- ۲ -۱۳۹۲
عطايي صاحب باید په دغه موضوع پسي پوره څېړنه کړې وای خو نه ئې ده کړي بلکي دسري چوک اوزه ئې تاریخي کړې ده. ما(مهربان) په کندهار کښي دبیخي ډېرو خلګو څخه ددغي پیښي په اړه پوښتني وکړې خو هیچا راته تائد نه کړه. زه حیران یم چي عطايي دکومي خوا دغه پېښه پيدا کړې او کتاب ته ئې داخلي کړې ده. ماته دسخاوي (۹۰۲ هـ ش مړ) هغه وینا راپه یاد سول چي وايي«تاریخ باید له خرافاتوڅخه وژغورل سي«. ددې کرښو لیکوال هم دغه لنډ تنقید په دې نیت وکړ چي له یوې خوا دمکاتبو شاګردان، ښوونکي، دپوهنتونونو محصلین او استادان دیادسوي اثر په اړه خبر سي چي باید ددغسي تاریخي کتابونو څخه د یو قوي ماخذ په توګه کار وانه خیستل سي او له بل اړخ دامکان تر حده مو کوښښ کړی وي چي افغاني تاریخ مو له حرافاتو ژغورلی وي.
پای
كابل
۳۱۹۲- قوس- ۱۲

Copyright Larawbar 2007-2024