کندهار: په شاه وليکوټ اولسوالۍ کي د عملياتو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | دسمبر 7th, 2013


دکندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي نن سهار شاوخوا اووه بجې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت د ځواکونو له خوا په ګډه ددې ولسوالۍ د سوزنيان په سيمه کي چاڼيز عمليات پيل سول .
د يادو تصفيوي عملياتو موخه په دې سيمه کي د وسلوالو مخالفينو حضور له منځه وړل دي چي، تر دې وړاندي يې په ياده سيمه کي فعاليت در لود او وخت ناوخته به يې پر امنيتي پوستو وسلوال بريدونه تر سره کول.

Copyright Larawbar 2007-2024