وردګ: د ٨١ ميليونو افغانيو په لګښت پروژې پلي سوي
عطاالله محمدي
د میدان وردګو د فوائد عامې ریاست د یوه کال په ترڅ کې د یو اتیا میلیونو افغانيو په مالي لګښت بېلابېلې پروژې پلي کړي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي د روان مالي کال چې د پای ته رسیدو په حال کې دی،په دغه ولایت کې د فوائد عامې ریاست له لورې د یو اتیا میليونه افغانیو په مالي لګښت بېلابېلې پروژې پلي کړي .
نوموړی زیاتوي په دغه پروژو کې له واورې څخه د پنځه سوه شل کیلو متره سړک د پاکولو،دوه شپیته پلچکونو د جوړولو،سل متره استنادي دېوال د جوړولو،د اوه کیلو متره پاخه سړک شاوخوا جوړول او پنځه کیلو متره تخریب شوي سړک د جوړولو سربېره ګڼ شمېر نورې بېلابېلې پروژې شاملي دي .
د میدان وردګو د والي په وینا یادې پروژې یې د خلکو د ستونزو د اورېدو او د اړتیا له مخې په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د روان مالي کال چې یواځې څو ورځې یې پاتي دي،پلي کړي دي .
هغه وایي : لا هم د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه سړکونه جوړولو او د فوائد عامې اړوند نورو بېلابېلو برخو کې کارونو ته اړتیا لري،چې تمه ده،په راتلوونکي کال کې په دغه برخه کې ستونزو ته ځواب وویل شي.
ده همدا راز د فوائد عامې وزارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې وخت په یې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او ستونزې یې د امکان تر حده ورته حل کړي دي