کور / تازه خبرونه / پکتیکا چارواکي:پکتیکاکې دي دسیمه ییزو پولیسو شمېر زیات شي

پکتیکا چارواکي:پکتیکاکې دي دسیمه ییزو پولیسو شمېر زیات شي

دپکتیکا ولایت څخه لراوبر ته په لاندي خبرپاڼه کښي ویل سوي دي: دپکتیکا ولایت ۷۰ سلنه امنیتي وضعه دډاډ وړده، که ددې ولایت په یوشمېر هغو سیموکې چې تراوسه سیمه ییز پولیس نه دي ګومارل شوي وګومارل شي، امنیت به یې نور هم ښه شي.
اوس مهال ددې ولایت په مرکز او اتو ولسوالیو يحيى خېل، خيرکوټ، سر روضه، سروبي، جاني خېل، مټاخان، خوشامند او برمل کې سيمه ييز پوليس امنيتي دندې ترسره کوي او امنيت یې ډېر ښه شوى دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان ښاغلی دولت خا ن ځدراڼ د کورنيو چارو له وزارت څخه غواړي ، چې د دغه ولايت د پاتې ولسواليو لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړي او هم د مرکز ښرنې، مټاخان، سر روضې ،برمل او ځينو نورو سيمو لپاره ددغو پولیسو تشکیل زیات کړي.
امنيه قوماندان وايي،د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو سره امنيت ډېر ښه شوی، هغه سيمې چې نا امنه وې امنيت پوره ډاډمن شوی اوسمهال په دغه ولايت کې اويا سلنه امنيت ډاډمن دی.)
دسیمه ییزو پولیسو لوی قوماندان ښاغلی عزیز الله کاروان هم له اړوندو مسؤلینو غواړي ، څو په دې ولایت دسیمه ییزو پولیسو شمېر چې ډېره ښه پایله یې ورکړي زیات کړي.
نوموړی وایې، په دې ولایت کې دسیمه ییزو پولیسو ټول شمېر ۲۰۰۰ تنوته رسېږي، چې نور هم باید زیات کړی شي.
ددغه ولايت د زېړوک، ګومل، ګيان په ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس پر دندو وګومارل شي نو امنيت به ورسره پياوړى شي.
په دې ولایت کې میشت ولسي وګړي هم وایې، له سیمه ییزو پولیسو سره دسیمو امنیت خورا ښه او ډاډمن شوی.
دوی هم غواړي چې دغه ځواک نور هم زیات شي، اوپه ټولوسیموکې وګومارل شي.
دپکتیکا ولایت دسیمه ییزو پولیسو دقوماندان عزیز الله کاروان اوبرمل ولسوالۍ دقومي مخور غږونه هم ددې خبرپاڼي سره یوځای درته واستول.