کور / تازه خبرونه / په پکتیا کښي دقومونو ترمنځ ستونزه حل سوه

په پکتیا کښي دقومونو ترمنځ ستونزه حل سوه

دولسمشر دځانګړي فرمان له مخې دپکتيا ولايت دوروڼو قومونو دشخړي داواري لپاره پکتيا ولايت ته هيت چې مشري يې دسرحدونو او قبايلو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک کوله ، موضوع بررسي او بريکړه يې دپکتيا ولايت مقام کې دپکتيا قومونو ته واوروله. دغه او لاندي څرګندوني عاشق الله اخلاص يار دپکتیا دملي راډیو او تلوېزیون رئیس لراوبر ته رالیېږلي دي.
پکتيا ته ددغه هيت سفر چې مشري يې د سرحدونو او قبايلو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک کوله دموضوع دښه څيړلو دپاره يې دپکتيا ولايت والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد ، پکتيا قومي مشرانو ،ولايتي شورا ، اوقومونو سره غونډې ترسره کړې او هم يې هغه سيمه له نږدې وليدله چې شخړه پرې رامينځته شوې وه خو د موضوع دښه څيړلو اوبررسي وروسته قوموي مشرانو ته ديوې غونډې په ترڅ کې ددې شخړې داواري پريکړه ابلاغ شوه،
ددې غونډې پيل کې سلا کار وزير ډګر جنرال جمعه خان همدرد وويل چې دستونزې راپيدا کيدا سره سم دوی جدی او پر ځای اقدامات کړي دي ، همدرد وويل چې په لومړي سرکې دقومونو لخوا موقت خپلمنځي اربکي لغوه ، پوستې خالي اواوربند يې ترمينځ اعلان شو ، او پريکړه هم دې ته پاتې وه چې دکره شواهدو پر اساس سره ترسره شي ،ورپسې د سرحدونو او قبايلو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک وويل چې دوی دهمدې څو ورځو نه هم هدف داوو چې کره اسناد په لاس راوړي او ستونزه له يوه مخ له مينځه ولاړه شي.
خپلواک قومي مشرانو ته خپله وينا کې وويل چې داډول وړې ستونزې بايد خپله قومونه اوارې کړي او دښمن ته دازمينه برابره نشي چې دداډول وړو ستونزو نه ګټه واخلي ، خپلواک وويل چې کرنيزه ځمکه هردواړو قومونو ته ويش شوه اوپاتې نوره شاړه ځمکه به ترهغې ددولت په واک کې وي چې څو ددې قومونو په همدې شاړه ځکه قضايې ارګانونو پريکړه نه وي کړي ،
خپلواک وويل چې دهمدې شاړې څمکې دساتنې دنده ددولت پرغاړه ده او دولت دنده لري چې دهمدې ځای دساتنې يا کرنې دپاره دهقان وټاکي او ددهقان پواسطه ترې ساتنه وشي .خپلواک داهم زياته کړه کوم جانب چې ددوی لخوا شوې پريکړه ونه مني نو ددولت بانک ته به ۵۰۰ پنځه سوه لکه افغانۍ ورکوي ده وويل چې دوی دولت ته دواک دورکړې پاڼه کې داليکل شوې ماده ده چې مونږ يې هم تايیدوو.
په همدې غوڼده کې دپکتيا امنيه قومندان زلمي اورياخيل او دپکتيا دملي امنيت رئيس تورن جرال اختر محمد ابراهيمي ټټر وډابوه چې دپکتيا او په ځانګړې توګه دهمدې ځمکې ساتنه ددوی له دندو شوه .