کور / هراړخیز / دنامزاد وکیل سره مرکه

دنامزاد وکیل سره مرکه

(طنز)

پوښتنه : تاسو غواړی چه ولایتي شورا ته ځان کاندید کړی ،ولي ولسي جرګي ته ځان نه کاندیدوي
جواب : یاره دغه ولایتي شورا ښه ده وایی هذا خانه هذا مسجد ، دورځي که یوساعت مجلس ولري ،کار یی لږ دی ،دتلویریون والا عکاسي چه خلاصه سوه دخیره سره کارهم خلاص دی ،دستي کورته روان یو.
پوښتنه : تاسو تعلیم کړی دی اوڅه تجربه لری
جواب: شخصي تعلیم مي تر دریم جومات پوري کړی دی ، دکتاب خط ویلای سم مګر دلاس نوشته نه سم ویلای ، تجربه نوډیره لرم هغه داچي دعوي مي خلاصي کړي دي اوجوړي مي ډیري کړی دي ، مثلا داوبو پرواله به جنګ ؤ جوړه مي ورکړي ده ، دپوروړي جوړه مي کړی ده ،اوبل یوڅه په پل زني هم پوهیږم ، دغله پل تریوځایه رسولای سم او په اجاره هم پوهیږم یعني مثلا چه یو باغ به په څو اجاره سي رامعلومیږي ،خلګ مي باغو ته بیایی اوپه مایی قیمتوي .
پوښتنه : ته به دخپلو خلکو لپاره څه خدمت وکي ؟
جواب : هغه نورو وکیلانو چه دوره يي پوره سوه څه خدمت یی وکی ؟ خو زه به اول یو دواده غټ هال جوړوم هم به خلګ هوسا وي هم به زما یوه حلاله روزي وی ، بل دخښتو غټه کوره جوړوم چه هم به خښته وزي اوهم به یو څو روپۍ ماته پاتیږي دریم یودتیلوپمپ جوړوم داهم دولس لپاره لوی خدمت دی
پوښتنه :کوم خواړه دي خوښ دي ؟
جواب : دغسي اوس دي ښه پوښتنه وکړه زه کبرنه کوم په دوبي مي ناتار خوښ دی په ژمي مي دکوټي ښوروا ، مګر که کامیابه سوم بیانو دخیره سره د ډوبۍ دهوټلو خوراکونه اوچکرونه به وی ،داوکیلانو یی بعضي کیسي راته کړي دي .
سوال : جایداد اوپیسي څونه لري ، مثلا په بانک کي پیسي لری ،کورونه اوباغونه که لري ووایه .
جواب: یاره څونه ساده سړی یی ، جایداد اوپیسي به ددي وروسته پیداکوو .
سوال : ستاسو انتخابي نښان څه شی دی ؟
جواب : ولا ښه سو چه راپه یاد کی ، لالو ماما راته وویل چه د هاوان ګولۍ ښه ده ماورته وویل چه یاره کچکول ښه دی ، یو خوزموږ وطن غریب دی اوبل زه یو ملنګ سړی یم .
سوال: صحت موڅنګه دی ؟
جواب : کله کله چه ډوډی ډیره وخورم نو ارږی می بد سي .