کور / هراړخیز / دخوست هوايي ډګر!!

دخوست هوايي ډګر!!

څه وخت، چې په خوست ولايت کې د نړيوال هوايي ډګر د پروژې يادونه وشوه،نو په دې سره د خوست مېشتو ولسونو ارزوګانې نورې هم را ژوندۍ شوې،ځکه چې دا هغه هوايي ډګر بلل کيږي، چې دا به د هېواد په سطحه مهم ملي ، اقتصادي ، تجارتي بڼه و لري او ددې په جوړلو سره به نه يوازې په خوست ولايت کې اقتصاد، تجارت او له نورو سره د راکړې ورکړې اړيکې پراخې شي، بلکې په دې سره به په ټول هېواد کې دغه نرمونه پراختيا ومومي .
د خوست نړيوال هوايي ډ ګر د لومړىو وختونو چارې يو کال پخوا د ولايتي ادارې په هلو ځلو او منډو ترړو سره په منظم ډول سره سرته ورسيدې،چې په دې وختونو کې هم د ولسونو هيلې پوره کيدو ته ورلنډې شوې وې،ځکه چې ددې هوايي ميدان ځمکه له زورواکو څخه خلاصه شوه، او هغه نورې ننګونې چې په هغو وختونو کې د هوايي ميدان په اړه پرته وې له منځه يوړل شوې، او رغول شوې کارونه يې ډېر په منظم د ولايتي ادارې او د ولسونو د څار په پايله کې سرته ورسيدې.
خو د نړيوال هوايي ډګر د دوهم پړاو د پروژې قرارداد، چې ١٥ نيم مېليونه ډالر کيږي په مرکز کې د مافيايي کړيو لاسته لويدلى دى، او يو کال يې موده هم تيره شوې ده، چې تر اوسه قراردادي د خوست له ولايتي چارواکو سره په دې برخه کې نه ليدنه تر سر ه کړې ده، او نه يې هغه ټول اسناد چې قرارداد يې تر سره کړى دى، تر اوسه ولايتي ادارې او نه د اهوايي ميدان امر ته ورليږلې دي، په ساحه کې عمله او کارګران بې پلانه او بې نقشې کار کوي ، چې دا به په راتلونکي کې دا ملي ، تجارتي او اقتصادي پروژه له سترو خنډونو سره مخامخ کړي، چې په دې سره به خوست مېشتي ولسونه له دې ملي او سترې پروژې له اسانتياوو بې برخې شي.
د داسې حياتي او مهمې پروژې په وړاندې، چې څه د پاسه ١٥مېليونه ډالره لګښت پرې راځي دملنډو او کله يو ځاى او کله بل ځاى کار کولو چې دا هم بې پلانه او بې نقشې وي، د هېواد خصوصاً د دې ولايت د مظلوم ولس سره لويه جفا ده .
په دې ولسي ، ملي پروژه کې د ولس په ګټو تغرې وهل او د غيرې مسوولانه کړنو تر سره کول د ټولو اشخاصو د اصولو خلاف کار دى، ځکه يوازې د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغه ولسي پروژه بغير د ادارې د پلان او نقشې په چوکات کې رغوي ،نو بايد اړونده وزارت او هغه څوګ چې دغه پروژه له ستونزو سره مخامخ کوي له دې لاس وهنو لاس واخلي ، نور دې د ولس په سر لوبې او ګټې نه کوي.
د خوست ولايت مقام وياند مبارز محمد ځدران هم د خوست نړيوال هوايي ډګر په اړه په برابر شوى کنفرانس کې وويل د دغې ملي ،اقتصادي او ولسي پروژې څڅه د کميشن کارۍ او دلالۍ بوى راځي،ځکه تر اوسه يې ولايتي ادارې ته نه پلان او نه نقشه سپارلې ده، تر څو ولايتي اداره وخت او ناوخت له دې مهمې ، ملي پروژې څخه څارنه او نظارت وکړي،بل خوا هغه قراردادي چې په کابل کې يې د ١٥ نيم مېليونه ډالرو قرارداد کړى دى ، هغه له پلان او نقشې څخه وتلي کارکوي ، کله په يو ځاى او کله په بل ځاى کې دځغاستې ليکه او نور مهم کارونه کوي.
په دې کې ولس هم تر اوسه ارامه پاتې دي، او هم ملامته دى بايد ولس راپورته شي او ددې ملي، اقتصادي او مهمې پروژې څخه په خپله په دوام داره توګه نظارت وکړي او خپل غږ پورته کړي، هسې نه چې ١٥ نيم مېليونه ډالر په اوبو لاهو شي.