کور / تازه خبرونه / خوست :دژورنالستانوخپلواكې ټولنې دعبدالصمدروحاني وژنه وغندله .

خوست :دژورنالستانوخپلواكې ټولنې دعبدالصمدروحاني وژنه وغندله .

 په هغه راټوليدنه كې چې دبي بي راډيوخبريال خداى بښلي عبدالصمددوژنې دغندنې په موخه ترسره شوه دخوست ولايت دژورنالستانوخپلواكې ټولنې رئيس محمدغفورمهيدي اودمشرتابۀ هيئت پرغړو (په سيمه كې ازداۍ راډيوخبريال اميربهير،دخوست راډيوتلويزيون امر سخي سرور مياخېل ، دبي بي سي راډيوخبريال محمدالياس وحدت ،شمس خوستى ،فيض الله غمخور،عبدالمجيدعارف ) سربېره پكې دبېلابېلورسنيوژورنالستانو،قومي مشرانواوروڼ اندوبرخه اخيستې وه .


دغه غونډه دمحمدغفورمهيدي په مشرۍ تردې اجنډا لاندې چې (( ژورنالستان په هېڅ راز سياسي جرياناتوپورې تړلي ندي اوبايدد درناوي ترڅنګ يې ساتنه هم وشي )) په فوق العاده ډول ترسره شوه .


دعظيم الشان قران دڅومباركواياتونوله تلاوت وروسته ښاغلي مهيدي پرانستونكي ويناوكړه اوپه هلمندكې يې دنامالوموكسانولخوادبي بي سي راډيوخبريال عبدالصمدروحاني وژنه يوغيراسلامي ،غير انساني كاراوپر بشري حقوقو اواصولويې يولوى تېرى وبالۀ .


نوموړي له دولتي ارګانونوڅخه غوښتنه وكړه چې دهغه دشهادت عاملين دې زرترزره پيدا او له نيولو وروسته دې دقانون منګولوته  وسپارل شي .


مهيدي ووې((ژورنالستان دټولنې يوداسې قشردى چې په هېڅ رازسياسي جرياناتوكې ځانونه نه ښكېلوي او ولس ته دريښتيني چوپړ دترسره كولولپاره يې مټې رانغښتي ،اوهوډلري چې په هېڅ راز ستونزومنوشرايطوكې خپلې مقدسې دندې پرې نږدي ))


  هغه زياته كړه چې امنيتي ارګانونه بايدددغې بې دفاع اورښتينيوچوپړوالودامنيت حيال وساتي .


وروپسې دخوست راډيوتلويزيون امرسخي سرورمياخېل ،اميربهير،شمس خوستي ،عبدالمجيدعارف،رسولجان فكرمن اودغونډې يوشمېرنوروبرخوالوخبرې وكړې اودبي بي راډيودخبريال پروژنه يې ژورخپګان څرګندكړاود وژنې غه كاريې په سختوټكيوسره وغاندۀ .


دغونډې په پاى كې په لاندې ډول يوپرېكړه ليك هم تصويب شو .


۱ : دخداى بښلي عبدالصمدروحاني شهادت يوه نه جبرانيدونكي ضايعه بولواوله دولتي ارګانونوڅخه غوښتنه كووچې ددغې پېښې عاملين دې زرترزره پيدا او ونيول شي اودقانون منګولوته دې وسپارل شي


۲ : څرنګه چې ژورنالستان په هېچاپورې ندي تړلي اونړۍ ته دټولنې حقيقي انځوروړاندې كوي ،نودنړۍ اوپه ځانګړي توګه په هېوادكې له متخاصمو خواووهيله كووچې دامنيت خيال يې په بشپړډول وساتي ،كنه هرهغه څه به وكړي چې توان يې رسيږي .


۳: دخوست دژورنالستانوخپلواكه ټولنه دا دځان فرض ګڼي چې دهرژورنالست له حقوقوڅخه دفاع وكړي اوضمناً خپلې ورسپارل شوي اوپه مخ كې پرتې دندې  له هر راز ډار او وېرې پرته ترسره كړي اوپدې ايمان لري چې پدې سپېڅلي دنده كې له الهي نصرت او مرستې هم برخمن دى .


 


غونډه دپورته ليكل شوي پرېكړه ليك له ابلاغ وروسته اروښادروحان  پاك روح ته دبښنې اومغفرت  دوعايې په ويلوسره پاى ته ورسيدۀ .