زابل دپاک ښار ترنامه لاندي دحشر پروګرام ترسره شو
جاويد احمد تنوير
دښار جارو کولو دغه عمومي کمپاین دچهارشنبي په ورځ په مرکزقلات کی دمرکزي څلي څخه پیل او بیا دښار تر ورستۍ برخه ورسیدي ، په یاد کمپاین کی سمیزو اوسیدونکو چارواکو او ژونالیستانو برخه اخستي وه ، چارواکی وایی غواړی خلکو ته دښار جاروکولو په واسطه دا پوهاوي ورکړي ترڅو خپل چاپیریال پاک وساتي ، دزابل والي محمد اشرف ناصري چی پدغه کمپاین کی یی برخه اخستي وایی قلات ښاریان باید دښارپاکوالي ته پاملرنه وکړي، نوموړي وایی ښار دخلکو کور دي او پاکوالي دایمان یوه برخه بلل کیږي
په ورته وخت کی دزابل ښاروال کریم الله حکیمي وایی دحشر په دي ډول پروګرامونو کی باید ټول ښاریان ونډه واخلي ترڅو په خبره یی دیوه سالم او پاک چاپیریال په رامنځ ته کولو کی یی خپل مسؤلیت ادا کړي وي ،
په زابل کی دپاک ښار ترنامه لاندي دغه عمومي حشر پداسی حال کی ترسره کیږي چی ددغه ولایت ښار کوچني خو بیاهم پاک نه ساتل کیږي ، دښاروالي مسؤلین وایی باید ښاریان دخپل توان په اندازه دښاروالي سره دښار دپاکوالي په برخه کی مرسته وکړي ،