کور / تازه خبرونه / حکمتیار: حاضر یم له راتلونکي انتخابي حکومت سره کار وکړم

حکمتیار: حاضر یم له راتلونکي انتخابي حکومت سره کار وکړم

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي حاضر دئ چي د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره د زړه بې درېغه همکاري او ګډ کار وکړي.
د انجینر ګلبدین حکمتیار په نامه یوه خپره سوې تازه اعلامیه کي راځي، چي که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نسي او ټول خارجیان د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه ووزي نو دی به هم له نوي منتخب ولسمشر سره په تمامه معنی د وطن د ثبات په خاطر مرسته وکړي.

په اعلامیه کي راغلي د اسلامي حزب ډله په دې شرط حاضره ده جنګ ودروي، په انتخاباتو کي برخه واخلي او د آزادو انتخاباتو نتایج چي هرڅه وي وې مني او د پردیو په مقابل کي د خپل ملت ترڅنګ ودرېږي.

ښاغلي حکمتیار ویلي بېله ځینو کسانو د هیواد ۹۹ فیصده وګړي یې د امریکا د وتلو غوښتنه کوي او نه غواړي چي خارجیان یې په وطن کي وي، نو ځکه امریکا هم هیڅ چاره نه لري بېله دې چي له افغانستان څخه ووزي.
نوموړی زیاتوي چي خپلو افرادو ته یې ویلي چي په عملیاتو کي د ملکيانو له وژني، د کلینیکونو، مکتبونو او نورو عام المنفعه ځایونو له تخریب څخه لاس واخلي او خپل ټول زور د بهرنیو عسکرو پر ضد جګړې ته متوجې کړي.
په اعلامیه کي راځي انتخابات دي د خارجیانو تر وتلو پوري معطل او وروسته دي د جمهوري ریاست او پارلمان انتخابات پر یوه ځای ترسره سي.

د ښاغلي حکمتیار دغه اعلامیه وروسته له هغه خپرېږي چي څو هفتې دمخه يې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته په یوه لیک د امنیتي تړون د نه امضاء کولو په باب هم ټینګار کړی وو.