کور / تازه خبرونه / جان کیري: د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امنیتي موافقه لاسلیک کړي

جان کیري: د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امنیتي موافقه لاسلیک کړي

دامریکا د متحده ایالتونو دباندنیو چارو وزیر جان کیري پرون دیکشنبې په ورځ وویل باور لري چي افغان چارواکي به له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي چي پر اساس ئې له ۲۰۱۴ وروسته نړۍ وال پوځیان په افغانستان کښي پاته سي.
جان کیري د امریکا (اې بي سي) تلوېزیون ته وویل:«باور لرم چي یا به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او یا به دهغه ځای نیوونکی دا موافقه لاسلیک کړي.» خو کرزي د هند د سفر په ترڅ کښي یو وار بیا تاکید وکړچي تر څو امریکا د ده دوه اساسي شرطونه نه وي منلي، موافقه به لاسلیک نه کړي. د افغانانو پر کورونو د حملو بندول او د جګړې د ختمولو له پاره له طالبانو سره د سولي د خبرو پیلول دکرزي دوه اساسي شرطونه دي چي امریکا ته ئې وړاندي کړي دي.
امریکايي چارواکو بیا ویلي چي که د افغانستان حکومت امنیتي موافقه ورسره لاسلیک نه کړي نو بارک اوباما به له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي خو کیري وویل چي د امنیتي موافقې نه لاسلیک به د افغانستان په جګړه کښي پر پرمختګ منفي اغېزه وکړي. د امریکا دباندنیو چارو وزیر جان کیري وایي.« له افغانستان سره د دوه اړخیزي امنیتي موافقې د لاسلیک له پاره ګډ کار روان دئ. موږ په دې باور یو چي په دې اړه ژرترژره موافقه د ډېرو دلایلو له مخي مهمه ده. یو دلیل ئې دا دئ چي دامریکا او ناټو پلانونه باید پرمخ ولاړ سي. د افغان ځواکونو په وړتیا کښي هم ښه پرمختګ سوی، خو افغانستان د نړۍ والو مرستو ته اړ دئ چي خپل ځواکونه جوړ کړي چي د هیواد او وګړو ساتنه وکړي.»
ځيني چارواکو اوسیاسي کارپوهان وايي چي تمه نه کېږي چي دغه سند ژر نهايي سي ځکه چي دکابل او واشنګټن ترمنځ اختلافات پېچل سوي او په اسانۍ سره نه حلېږي.
د امنیتي سند په اړه خبري وروسته ترهغه وځنډېدې چي ولسمشر کرزي په افغانستان کښي په راتلونکي کښي د پاکستان په څېر د باندنیو هیوادونو د مداخلې په صورت کښي دامريکا څخه د دفاعي تضمين غوښتنه وکړه. امريکا بيا غواړي چي تر ٢٠١٤م کال وروسته ئې په افغانستان کښي پاته سوي سرتېري دا اجازه ولري چي د تروريزم او افراطيت ضد عمليات وکړي.
پرون د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې ځینو غړو وویل چي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په لاسلیک کولو کښي ځنډ د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغیزه کړې ده او خلکو ته ئې د راتلونکې په اړه اندیښنې پیدا کړي دي خو د مالیې وزیر عمر زاخېلوال بیا وايي چي ددې مسئلې په اړه اوس هم پټي خبري رواني دي.
ویل کیږي چي که دغه سند لاسليک نه سي، تر ٢٠١٤م کال وروسته به په افغانستان کښي هېڅ کوم امريکايي عسکر پاته نه سي.