کور / خبرتیا او پيغامونه / د ژوندون تلويزيون څخه د ملاتړ پيغام !

د ژوندون تلويزيون څخه د ملاتړ پيغام !

​​​​​​​​​ په اروپا کي د غرغښت ټولني لخوا
د غرغښت ټولنه د ولسي جرګي او د مشرانو جرګي د اسلام ضد او افغان ضد پريکړه چه له مخي یی په برښنايي پيژند پاڼو کي د اسلام او افغان هويت حذف شوی په کلکه غندي .
موږ پدي باور لرو چه دا کار د اسلام او افغان ملت د ګوتو په شمير دښمنانو په تحريک تر سره شوي ترڅو د افغانستان پدي حساسو او خطرناکو شيبو کي يو بل اور تازه او زموږ د ګران هيواد قومونه او ميليتونه پخپل منځکي مرګونی جنګونو ته وهڅوي.
دغه ټولي پريکړي او فيصلي په روښانه سره د افغانستان د اساسی قانون خلاف ،د افغان باغيرته او مسلمان اولس د قومونو او ميليتونو تر منځ د بی اتفاقيواچول او د هغوي تر منځ د يو ځل بيا د بل ډول اور بلول دي.
زموږ د اسلامي او افغاني احساس له مخي دغه دوی کلمي (افغان او اسلام ) د افغان ولس د پيداکيدو او د افغانستان د جوړيدو سره جوختي دي .
د غرغښت ټولنه په ولسي جرګه او مشرانو جرګه غږ کوي چه د اسلام او افغان د ګوتو په شمير دښمنانو د توطيو او دسيسو مخه ونيسي . د افغان غيور او مسلمان ولس غوښتنو ته غوږ ونيسي او
د هغوي تاريخي افتخاراتو لاس ته راوړنو ته په درنه سترګه کتو سره په خپلو پريکړو باندي نوي
نظر وکړي .
اسلام زموږ دين او افغان زموږ نړيوال هويت دی
افغانستان د ټولو میشتو قومونو او ميليتونو ګډ کور دي .
د غرغښت ټولني د مشرتابه لخوا