کور / شعر / لکه څاڅکی د شبنم پرمخ راپریوځي

لکه څاڅکی د شبنم پرمخ راپریوځي

غزل
لکه څاڅکی د شبنم پرمخ راپریوځي
داسې ګل غوندې جانان منلی نه یم
لکه هسکه څوکه لاندې تر وزر کړي
داسې ستړی په جانان پسې لاښه یم
د شاهین په ګام چې ګام په لنډ وزر کړي
داسې پروت لکه ویشتلی مرغه ښه یم
ستا له حسنه بی پروایم ته پوهیږې
داسې خور لکه معما یم داسې ښه یم
د خپل ځان په ټولولو شپه سبا کړم
تیت زرې زرې آشنایم داسې ښه یم
که ملکو په خپل حسن رڼا راوړه
زه دتورو زړو رڼا یم داسې ښه یم
یو جانان ده چې تپوس له نه رادرومی
ځې له درد سره آشنایم داسې ښه یم
نایاب ستا له غمه کرښې کړلې تورې
د مجنون مالت بیدیا یم داسې ښه یم
نایاب
د لیندۍ-۲۱-