کور / هراړخیز / سیار:هغه اتل چي په پېړیو کي یو ځل زیږي

سیار:هغه اتل چي په پېړیو کي یو ځل زیږي

یادونه: تقریبا دوي میاشتي مخکي ما د سیار بهادرزاده دا
لنډه پېژنددنه ولیکل، تر هغه وروسته مي سیار ته د تصحیح لپاره ور ولېږل خو هغه داسي
وخت و چي سیار ددې رارواني مسابقي لپاره چي د ډیمسبر پر ۲۸ به په امریکا کي تر سره
سي تیاری نیوه او ده زما سره وعده وکړه چي دده دا پېژندنه به تصحیح کوي او نور
معلومات به ور اضافه کوي خو فکر نه کوم اوس دي سیار دې کار ته خلاص وي ځکه چي دا
رارواني مسابقي ته یې د ګوتو په شمار ورځي پاته دي نو له همدي کبله مي لازمه وګنل
چي دا لنډه پېژندنه یې دده د تصحیح پرته له خپلو هیوادوالو سره شریکه کړم تر څو
افغانان دده له کارنامو او راتلونکي مسابقې څخه خبر سي.
 

 

افغانستان په هر ډګر کي کېدای سي د سیار په شان په زرګونو ستوري او اتلان ولري
خو په دې ټولو کي سیار بهادرزاده تر ټولو ستر دئ. سیار ۲۹ کاله پخوا په کابل کي
زېږېدلی دئ او د روسانو تر اشغال وروسته یې کورنۍ لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه
چي سیار۱۵ کلن و هالنډ ته هجرت وکړ. سیار چي له ګوچنیوالي یې له فزیکي سپورټ (مارشل
ارتسز) سره مینه لرل په هالند کي د MMA  نامتو مشر (دوجو) چي په هالنډ کي د
سپورټ په ډګر کي خورا لوی نوم لري د شاګر په صفت په ډېره  دلچسپي ومانه. له
هغه راهیسې بیا تر اوسه سیار درې ځله په شوټو کي افغانستان دنړۍ قهرماني ګټلې ده او
یو ځل د ایم، ایم، اې قهرمان سوی دئ او د فزیکي (رزمي) په ډګر کي د (وژونکي)، (ستر)
او (ناک اوټ ارټیسټ) لقبونو ورکړل سوي دي.
ولي سیار له نورو افغان ورزشکارانو
څخه جلا دئ؟

 

رزمي سپورټ ډېر قیسمونه لري لکه ټیکوانډو، جودو، کراټي، بوکسینګ،
موتای، جوجیتسو، غیږنیول، کیک بوکسینګ او داسي نور. سیار د میکس مارشل ارتز لوبغاړی
دئ چي ښه بوکسر دئ، ښه لغته غورځولای سي او هم د غیږ نیوني ښه مهارتونه لري، خو د
سیار تر پښې د هغه د لاس قوت په څو ځله زیات دئ. نو که که څوک غواړي چي د میکس
مارشل ارتسز ډګر ته راسي نو باید ددې پورتنیو ټولو سپورټونو څخه یې باید یو څه
خامخا زده وي خو په کیک بوکسینګ، غیږنیولو او جوجیتسو کي باید پوره ماهر وي. 
میکس مارشل ارتسز په نړۍ کي دوه ستر ډګرونه لري چي Mix Martial Arts Fighting یې په
اروپا او The Ultimate Fighting Championship یې په امریکا کي دئ. سیار افغانستان
ته درې ځله  په منځني وزن کي په جاپان، برازیل او اروپا کي د نړۍ قهرماني ګټلې
ده. سیار له فغانستان سره خورا زیاته مینه لري او په ټولو مسابقو کي یې د افغانستان
بیرغ پر اوږو وي. سیار په ۲۰۱۱م کال کي له MMA سره خپل قرارداد پای ته ورساوه او
اوس په امریکا کي له UFC  سره قرارداد لري. په UFC کي یې تر دا مهاله دوې
مسابقې کړې دي چي یوه یې ګټلې او بله یې د نامعلوم علت له کبله ریفریانو دده په
تاوان اعلان کړه. دوې مسابقې یې د لاس د ماتېدو له اسیته پاته سوې دې خو راتلونکې
مسابقه یې په امریکا کي د ډیسمبر پر ۲۸ د میکس مارشل له مشهور امریکایې لوبغاړي جان
هووارډ سره ده.

 

 د سیار ځانګړني:
سیار خپله ټوله حریفان له ټاکلي وخت
څخه مخکي له پښو غورځولي (نک اوټ) دي او د سیار سوک زر کیلو وزن لري. سیار دا مهال
د نړۍ په لسو مشهورو د مارشل ارتسز د لوبغاړو په کتار کي دئ او که دا راروانه
مسابقه وګټي نو له لسو څخه به د پنځو غورو لوبغاړو کتار ته پورته سي. سیار وایې چي
په نړۍ کي هیڅوک یې په بوکسینګ کي له پښتو نه سي غورځولای او په دې وروستیو کي یې
له فیول امریکایې تلویزون سره په مرکه کي وویل چي دی په راتلونکو پنځو کالو کي په
نړۍ کي داسي څوک نه ویني چي له ده دي په رینګ کي تر اول رونډ زیات وخت تیر کړي او
که چیري دده کومه مسابقه له اول رونډ څخه واوړي. سیار په ۲۰۰۹ م کال کي چي کله خپل
برازیلی حریف کارلوس ته ماته ورکړه مطبوعاتو ته وویل چي دده مغز دونه تېز او قوي دئ
چي په دې موجوده لوبغاړو کي هیڅ امکان نه لري چي هغه کشف کړي. سیار بهادرزاده د
امریکا په لاسویګس، د جاپان په توکیو او برازیل کي د د فلمي ستوري (راکسټار) غوندي
له خلکو پټ ګرځي خو ګمان نه کوم چي په افغانستان کې دې زیات خلک پېژني. سیار له
افغان چارواکو ګیله من دئ او وایې چي د افغانستان لپاره خورا لوی پلانونه لري او د
سپورټ د لاري غواړي د افغانستان نوم نړیوالو ته سم انځور کړي. سیار په ۲۰۰۹ م کال
کي په هالنډ کي خپلي لوړي زده کړي په اقتصاد کي پای ته ورسولې.

د سپورټ په ډګر
کي د سیار لقبونه:

سیار بهادرزاده په نړئ خورا ډېر ستر لقبونه لري چي تر ده مخکي
خورا لږو کسانو ته ورکول سوي دي لکه ستر سیار (Siyar the Great)، وژونوکئ سیار
(Siyar the Killer) او سیار ده نک اوټ ارټیسټ (Siyar the Knockout Artist).
د
سیار د میکس مارشل ارتسز په ډګر کي:
سیار په ۲۰۰۷ م کال کي په جاپان کي د شوټو
قهرمان سو.
سیار د ۲۰۰۹ م کال د اګسټ پر ۲۷ له خپلي قهرمانۍ څخه دفاع وکړه او
خپل حریف لیندرو سیلوا یې په لومړي رونډ کي اوټ کړ.
سیار د ۲۰۱۰ م کال د اکتوبر
پر ۱۶ ډیریک نوبیل په Ultimate Glory کي په لومړي رونډ کي له پښتو
وغورځاوه.
سیار د ۲۰۱۱ م کال د مارچ پر ۱۹ خپل کاناډایې حریف نک اوټ کړ.
د
۲۰۱۱ م کال د مې پر ۲۸ یې د ټومي ډیپریټ په نک اوټولو سره یې د ایم، ایم ،اې
ټورنمنټ وګاټه.
سیار له Ultimate Fighting Championship سره:
سیار د ۲۰۱۱ م
کال د سیپټمبر پر ۳۰ له یو ایف سي سره قرارداد امضا کړ  او د بلاکزیلان له ټیم
سره تمرین کوي.
سیار د ۲۰۱۲ م کال د اپرېل پر ۱۴ د برازیل د کمانډو افسر پاول
تیاګو چي تر اوسه چا نه و نک اوټ کړي د لومړي رونډ په ۴۷ ثانیه کي نک اوټ کړ او له
همدې کبله یې د هغې شپي اعزازي لقب خپل وګاټه.
سیار د ۲۰۱۳ م کال د مارچ پر ۳
له دونګ هیون کیم سره لوبه وکړه خو لوبڅار لوبه د نا معلوم علت له کبله د کیم په
ګټه اعلان کړه.
سیار د یو ایف سي او سټرایکفورس ددې لاندي قهرمانانو سره 
تمرین کړی دئ:
Alistair Overeem, Fabricio Werdum, Sergei Kharitonov, Gegard
Mousasi, Muhammed Lawal, Rashad Evans, Mark Munoz, Jason Miller
سیار تر دا
مهاله ۲۷ مسابقې کړي دي چي ۲۱ یې ګټلې دي او ۱۷ مسابقې یې په لومړي رونډ کي ګټلي
دي، یوه یې مساوی کړي ده او ۵ یې بایللي دي.

د سیار د مسابقو  نور لینکونه:
http://www.youtube.com/watch?v=csbmvOlQzAI
http://www.youtube.com/watch?v=vEWwNE0YqQY
http://www.youtube.com/watch?v=ngqknjc9ujA
http://www.youtube.com/watch?v=PFCCo7EDwsk
http://www.youtube.com/watch?v=XUNNlkZVkrY
http://www.youtube.com/watch?v=HFy3bHK4xcw

که
غواړئ چي د سیار سره د فیسبوک له لاري ملګري سئ او د هغه له راتلونکو مسابقو څخه
خبر سئ نو د هغه د فیسبوک پاڼه خوښه کړئ:

 https://www.facebook.com/pages/Siyar-Bahadurzada/111392720960