په پېښورکې يوحکومتي چارواکى ووژل شو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 20th, 2013


پېښور:په خېبر پښتونخوا کې داداري فساد ضد ادارې مرستیال الطاف الرحمان دناڅرگندو وسله والو له خوا وژل شوى نوموړي په پېښور کې حکومتي دنده ترسره کوله او له پېښور څخه مردان ته دتلو پر وخت بې درکه شوی وو .پولیسو وویلي چې ددغه حکومتي چارواکي پرې شوی سر دمردان په الوک قاسم سیمه کې موندل شوی او دتنې دپیدا کولو کوښښ مو پیل کړی دی .بل خبر دادى دپیښور په رینګ روډ سیمه کښې د یوه ښوونځي دګاډي داوړیدا په پیښه کې یو شمیر ماشومان ټپيان شول او پولیسو د ګاډي ډراییور ونیوه .دپیښې په وخت ګاډي کې ۲۰ماشومان سپاره وو چې ۱۰په کې لږ شان ژوبل شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024