په ډنمارک كي د اعتراضیه غونډې رپوټ
هلته په بر سر کې دافغانستان جنډه راځړېږي، یو ټولی ګلالي ماشومان، نجونې او هلکان لګیادي په خپلو معصومو او مینه ناکو غږونو ملي سرود زمزمه کوي، درې څلور شلې ښځې او نارینه لاس په نامه ورته ولاړ دي، ور پسې د ډاکتر نواب شګېوال په نامه سور، سپین، هډور پښتون د دریز سر ته راشي او له سرود ویوونکو څخه مننه وکړي، او په سالون کې ناستو کسانو ته ستړې مشې ووايي اوبیا خپلې خبرې داسې پسې اوږدې کړي : ” لکه چې پوهېږو له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د تاریخ دښمنان د افغانانو په اسلامي او ملي تاریخ کې داسلامیت او افغانیت دپل نښې ورانول غواړي، زموږ د هویت دښمنانو په تېر تاریخ کې په بېلابېلو ډولونو خپلو افغاني ضد هلوځلو ته په بېلابېلو پلمو جامې ور اغوستي، خو په تېرو څو اونیو کې يې دافغانیت او اسلامیت سره دښمني تر دې بریده ورسېده چې نور يې دپټولو دپاره د کومې پلمې پرده هم ورته پیدا نه کړای شوه او په زغرده يې، دافغان سره د دښمنۍ تر څنګ په اسلامي پېژند هم وبلوسل . خو، له نېکه مرغه چې ددغه دښمن پر ضد یوشمېر اسلامپال او افغانپال بنسټونه او شخصیتونه لکه سپر ودرېدل، له یا دې ډلې یو ژوندون ټلویزیون او بل د نوموړي ټلویزیون بنسټوال ښاغلی پوهنوال محمد اسماعیل یون دي چې د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو په ننګه یو د دفاع په مورچل او بل د زړور سپاهي په بڼه را څرګند شول.چې په پای کې دافغانستان داسلامي جمهوریت سترې محکمې د ژوندون تلويزیږن دتعلیق اړوند داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لویې څارنوالۍ پرېکړه لغوه اعلان کړه خو زموږ اساسي غوښتنه یانې داسلامیت او افغانیت تضمینېدل لاهماغسې په خپل ځای ناحله پاتې ده چې په همدغه موخه مو تاسوډنمارک مېشتو ټولو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو او خپلواکو شخصیتونو ته بلنه درکړې چې پدې غونډه کې له موږ سره خپل نظریات شریک او په پای کې دټولو په خوښه د یوه پرېکړه لیک په صادرولو خپل رسا غږ په افغانستان کې تر اړوندو مقامونو او چارواکو ورسوو او دادی دغونډې په پيل کې له ښاغلي شاعر محمد صدیق ننګ څخه هیله کوو چې راشي او په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنګ ټولنې په استازولۍ دغونډې پرانیستونکې وینا واوروي.” ښاغلي ننګ په افغانستان کې د روان ناورین او په تېره بیا دهویت په تذکرو کې داسلامیت او افغانیت کلمو په حذفولو اوږدې خبرې وکړې، دافغان او افغانستان دکلمو په تاریخي قدامت وغږېد، دژوندون تلویزیون سره دچارواکو دمور اومیرې په چلند یې رڼا واچوله ،او له راغلو مېلمنو یې مننه وکړه. دغونډې دوهم ویناکوونکی ښاغلی محمد بشیر بشر یار دملي یو والي گوند داروپايي شورامشر و، ښاغلی بشر یار چې د صحي مشکلا تو لرلو سره سره د ډنماک ـ جرمن له ګډې پولې سلګونه کیلومتره لرې څخه دغې غونډې ته راغلي و په خپلو اوږدو او ګټورو خبرو کې دهیوادني سیاست بېلا بېلو ټکوته نغوته وکړه، ده په ډنمارک کې پر اوسېدونکو افغانانو غږ وکړ چې لا زیات په خپلو وطني مسایلو کې ور ګډ او په اتحاد اواتفاق سره کار وکړي، ده په ځوانانو او په تېره بیا فرهنګیانو دپرله پسې او منسجم کار غږ وکړ، ښاغلي بشر یار دخپل ګوند په استازولۍ له خپل ټول ولس او په تېره بیا د ژوندون تلویزیون سره دهر ډول مالي او معنوي مرستو ټټر وواهه . ښاغلی حبیب الله غمخور په مالمو کې د دوستۍ ټولنې استازی د غونډې بل ویناوال و چې په خپلو خبرو کې یې دخپلو نورو ټولو حقوقو تر څنگ داسلامي او افغاني هویت او پېژند په لرلو داکثریت قوم په توګه تاکید وکړ ، ښاغلي غمخور دخپلو خبرو په دوام کې وویل ” موږ د ټولو هیوادنیو او نړیوالو قوانینو په سیوري کې دافغانستان ټولو مېشتو قومونو حقوق منو، موږ هېڅکله دانه وایو چې یو پښتون خدای مه کړه پر بل کوم ورور، له بل کوم قومه څخه څه امتیاز او بر تري لري، خو داهم هېڅکله نشو منلی چې لس دې پر شلو حکومت کوي، یا شل دې پر پنځوسو حکومت کوي” . بیا اجمل هیواد دوست په خپلو تنکیو احساساتو ځوانان دملي هویت دفاع ته راوبلل . ورپسې ښاغلي معلم صیب ګلاجان پردېسي دافغانانو داتحاد ، اتفاق او ګډ کار په هکله خبرې وکړې . انجینیر صیب غلام نبي هم په خپل وار سره داسلامیت او افغانیت په شان حساسو مسایلو سره دچارواکو بې مسولیته چلند وغانده او په هیواد کې روان هغه سیاسي حرکت سره يې خپل ملاتړ اعلان کړ چې دپردیپالو په مقابل کې په زغرده مبارزه کوي . ښاغلي شاولي ارین بیا په خپل وار سره په خپلوسیاسي ملګرو، فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو او خپلواکو شخصیتونو غږ وکړ څو خپلې ټولې تربګنۍ او دښمنۍ شاته کړي او یو ځل بیا له سره په نوي انداز او نوي فکر دوطن مسایلو ته را ودانګي. ښاغلي ودېر ساپي بیا جګړه ددغو ټولو تیمګړتیاوو مور وبلله او په پښتنو یې غږ وکړ څو ژر تر ژره ، ورور وژنه او افغان وژنه بنده او دخپلو حقه حقوقو دفاع ته چمتو شي . ښاغلي شاعر اولیکوال ممتاز ارمان وروسته لدې چې له کوربه ټولنې يې پداسې ترینګلو، تنګو او سختو شرایطو کې دداسې یوې پرتمینې غونډې تابیا کړې مننه وکړه، له اسلامیت او افغانیت سره یې دځينو کړیو د دښمنۍ په اړه په تېر تاریخ کې خبرې وکړې او دروانې مبارزې دپاره یې داحساساتو ور اېخوا دشعوري اوپرله پسې جدوجهد غوښتنه وکړه، ښاغلي ارمان اسلامیت او افغانیت دافغان وجود دوه اندامه وګڼل او بې لدې دواړو یې دغه وجود نیمګړی او ناتمام وباله. دغه راز په غونډه کې ښاغلي رحمت الله کریمي، نجیب الله، ډاکتر محمد اصف شګېوال، یوسف هیواد دوست، داکتر نواب شګېوال، انجینیر میرزاعلي،رحمت ګل حسن زي، انجینیر شوکت الله نعیمي اویو شمېر نورو خبرې وکړې او دغونډې له پرېکړه لیک سره یې خپل پیوستون وښود. له مالمو څخه راغلي ګډونوال ښاغلي انجنیراحد، په مالمو کې دافغانانو دعلمي او فرهنګي مرکز په استازولۍ خبرې وکړې او دخپلو خبرو په یوه برخه کې يې پر پښتنو د نوې او مدرنې تیکنالوجۍ پر استعمال تاکید وکړ . ښاغلي ډاکتر محمد انور نایبي د تفاهم خوځښت په استازولۍ ګډونوالوسره ژمنه وکړه چې یو وار بیا به دپخوا په څېر دبېلابېلو سیاسي ګوندونو اوکړیو د رایو ځایوالي په موخه د یوې غونډې تابیا وکړي . د ډنمارک هیواد پلازمینې کوپنها ګن ښار کې د۲۰۱۳ کال د ډسامبر میاشتې په ۱۵ نیټه، د ا عتراضیه غونډه دلاندې پرېکړه لیک په صا درولو پای ته ورسېده .
پرېکړه لیک
د ډنمارک هیواد پلازمېنې کوپنها ګن ښار د۲۰۱۳ کال د ډسامبر میاشتې د ۱۵ نېټې، د اعتراضیه غونډې پرېکړه لیک
دغونډې ګډونوال چې دبېلابېلو سیاسي ګوندونو، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو استازي او یوشمېر خپلواک شخصیتونه وو، درایو په اتفاق لاندې پرېکړې وکړې :
۱ــ ګران افغانستان دخپل پیدايښت له پيله بیا تر ننه د بېلابېلو اوسېدونکو قومونو ګډ کور دی او موږ پدغه ګډ کور کې د ملي یووالي غوښتونکي یو.
۲ ــ افغان ـ افغانیت او اسلام ـ اسلامیت ددغه هیواد او ولس هغه ارزښتونه دي چې بې ددې دواړو نه داهیواد او نه دا ولس څه ارزښت لرلی شي، موږ يې په پایښت، پاللو او ساتلو ټینګار کوو.
۳ ــ په هیواد کې دپردیپالو ګوندونو، سازمانونو، ادارو، اشخاصو او رسنیو دڅار، مخنیوي، قانوني او قضايي محاکمې غوښتونکي یو.
۴ ــ په افغانستان کې له پښتنو وراېخوا نورو ټولو قومونو څخه تمه ده چې دخپل ملي هویت په ملاتړ راپاڅي، او نور دخپلو پلورل شویو په اصطلاح رهبرانو په دروغجنو خبرو ونه غولېږي، او دخپل ګډ کور په دفاع کې برخه واخلي.
۵ ــ په هیواد کې د اساسي قانون دڅار کمیسیون په چارواکو غږ کوو، چې داساسي قانون د ټولو هغو موادو په پلي کولو کې چې د ملي هویت ( اسلامیت او افغانیت)د دفاع په موخه پدغه قانون کې راغلي، خپل هیوادنی رسالت تر سره کړي.
۶ ــ دافغانستان داساسي قانون پر بنسټ دبیان ازادي له هر ډول تېري خوندي ده، نو داړوندو ادارو او چارواکو څخه مو غوښتنه داده چې په راتلونکې کې دداسې بېړنیو او بې بنسټه پرېکړو په کلکه مخنیوی وکړي ، لکه دژوندون تلویزیون پا باب چې شوې وه.
۷ ــ دټولو هیواد والو څخه مو په کلکه غوښتنه ده چې دباطل په ضد خپلو دحق مبارزو ته همداشان دصبر، زغم، متانت او دنورو حقوقو ته په درناوي سره دوام ورکړي. موږ دغونډې ټول برخه وال لدغه پرېکړه لیک څخه ملاتړ کوو، او په هیواد کې له روان ملي حرکت او بل هر ورته حرکت سره چې دملي وحدت په بنیاد وي خپل پیوستون اعلانوو.
۲۰۱۳ د ډسامبر دمیاشتې ۱۵ مه، کوپنهاګن ـ ډنمارک