کور / شعر / اروا ښاد روحاني ته

اروا ښاد روحاني ته

پورته كېدل چې بې په لات او په منات لاسونه
د هغو خلكو شول خاونده ولي مات لاسونه ؟


چې د مظلوم په وينو سره وي يا ټوپك پرې نيسي
 باداره ! ته كړې د هغه زورور مات لاسونه


 نه د وطن فرياد ته ګوري نه د مور زړګي ته
 ځكه يې ختلي له قران او له تورات لاسونه


 د مست هلمند څپو يې وړى دى داستان د مينې
 بند په بند مات شول د ميوند او د قلات لاسونه


 څوك چې وسلې څوك چې بمان راوړي زمونږ كلي ته
 راځئ حقمله ! چې په تبر كړو ور مات لاسونه